په ژوندی پڼه خپرونه
    د عراق پوځيان

    دعراق پوځي ځواکونو د «اسلامي دولت» يو مشر وژلی دي

    © AFP 2016/ Ahmad Al-Rubaye
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4501

    د « اسلامي دولت» دسخت دريخي ډلې يو مشر ابراهیم ابو اش ششاني دعراق شمال دصلاح الدين په ولايت کې دپوځي عملياتو په ترځ کې وژل شوی دي. دامطلب دعراق دامنیټي ځواکونو استازي ، چې دنوم داخستلو څخه ئي ډډه وکړه، څر ګند کړی دي.

    «پرس TV» دځايي رسنيو په حواله وائي، ششاني دبغداد شمال ۱۸۰ کيلومتري دبيجي په ښارکې دتيلو د چاڼ ځاي پر فابريکي دحملي مسوليت پر غاړه درلود.
    دعملياتو په ترځ کې يو بلدوزر هم لاسته راغلی، چې «اسلامي دولت» په انجنيري استحکاماتو کې ترې ګټه اخستل.
    . دعراق په يوبل ښار الکرمه کې چې دبغداد په لويديځ ۴۸ کيلومتري کې پروت دي، عراقي ځواکونو د «اسلامي دولت»۳۷تنه وسله وال، چې په هغو کې ۴ ځانمرګې بريدګرهم شامل وو، وژلي، او ۱۷۵ ماينونه ئي خنثی کړي دي.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی..

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی