په ژوندی پڼه خپرونه
    سپينه ماڼۍ

    سپينه ماڼۍ: امريکا د يمن په جګړه کې دښکيلو غاړو ترمنځ دخبرو اترو وړانديز کوي

    © Sputnik/ Ekaterina Chesnokova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4101

    دامريکا متحده ايالات په يمن کې دجګړې دژر ختمېدو، اودملګرو ملتونو په مشرتوب په جګړه کې دټولو ښکيلو غاړو ترمنځ دخبرو اترو دپيليدا وړانديز کوي.

    په کورنۍ امنيت او دترهګرۍ ضد مبارزه کې دامريکا متحده ايالاتودولسمشرسلاکاره ليزه ماناکو او په يمن کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعيل شيخ احمد ديمن دکړکيچ په اړه خبري کړي دي.

    «ماناکو وائي دامريکا متحده ايالاتو ته ټر ټولو مهمه داده چې ډير ژر دپوځي شخړي پر ځاي دملګرو ملتونو په مشري دښکيلو غاړو ترمنځ خبري اتري پيل سي. دې داسماعيل شيخ احمد دهلو ځلو څخه ملاتړ وکړ ».
    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين ، قطر ، کويټ عربي متحده اماراتو ، په ملاتړ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده ټوپان» » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده ، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر ، اردن مراکش ،پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري کوم چې دواک څخه ليري شوي دي ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی