په ژوندی پڼه خپرونه
    پوليس

    په افغانستان کې پر کچرو بار چاوديدونکې توکي نيول شوي دي

    © REUTERS/ Parwiz
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10601

    دافغانستان حکومت پر اووکچرو بار هغه چا وديدونکې توکي نيولي دي ، چې له پاکستانه د ځا نمرګي بريدونو لپاره رالېږدول کېدل .دامطلب پژواک اژانس د ځايي امنيټي ځواکونو ديو استازي ډګروال محمد ايوب حسين خيل له قوله ورکړی دي

    نوموړي ډګروال زياته کړه د دغو وژ ونکو توکو انتقالوونکو غوښتل چې هېواد ته يې راانتقال او په جلال اباد ښار کې ترې د چاودنو او ځانمرګي بريدونو په ترسره کولو کې ګټه واخلي. ده زياته کړه چې ددغو توکو ليږدونکې دتياري څخه په استفاده پټ شوي او نه دي نيول شوي.
    ده وويل: ((په نيول شوو توکو کې ۱۵بورۍ پوتاشيم كلورايډ، ۱۳بورۍ امونيم کلورايډ، د ايکويم درې غټې مخابرې، د راکټ مرميو څلور پټاقۍ، باروت ، ريموټ کنټرول او نور چاوېدونکي توکي شامل دي.))
    له بلې خو د در بابا ولسوال هميشه ګل وايي چې په نيول شوو توکو کې د ځانمرګي بريدونو لپاره اته چمتو واسکټونه هم شته ولسوال زياته کړه (دا توکي له پاکستانه هېواد ته راوړل کېدل، دوی د کچرو په وسيله غوښتل دا توکي در بابا ولسوالۍ په لاره نازيانو ولسوالۍ او له هغه ځايه ئي نوروسيمو ته وليږدوي.ده وويل ددغو کسانو دنيولو هڅي رواني دي

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی