په ژوندی پڼه خپرونه
    دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون

    ويتالي چورکين: دملګرو ملتونو عمومي منشي د مي په نهمه نيټه د مسکوڅخه ليدنه کوي

    © REUTERS/ Tony Gentile
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4801

    په ملګرو ملتونو کې دروسيي د ايمي استازي ويتالي چورکين وائئ سره له دې چې دملګرو ملتونو په عمومي منشي فشارونه زيات دي، خو ددې ټولو فشارونو سر سره به دمي په ۹ نيټه مسکو ته سفر وکړي.

    « دادده له خوا يو ډير ښه تصميم و، زه پوهيږم، چې پرده ډير زيات فشارونه وارد شول، چې مسکو ته سفر ونکړي» — دامطلب چورکين ژورنالستانو ته څرګند کړی دي. داخبر ريانووستي ورکړی دي.« زما په اند د ده ددې کار له امله بايد دده درناوی وکړو، چې ده مسکوته دسفر پرېکړه وکړه» دامطلب چورکين وکړه.
    ديادونې وړده، چې دملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې ددغه سازمان عمومي منشي بان کي مون دبري دجشن په مراسمو کې دګډون دپاره مسکوته ځي، بان کي مون به مسکو ته دخپل سفر په لړ کې دروسيي دجمهوررئیس ولادېمير پوتين سر هم وويني. ددې ترڅنګ داوکراين دبهرنيو چارو وزير پاول کليمکين ويلي دي چې مسکو ته دمي پر نهمه دملګرو ملتونو دعمومي منشي بان کی مون سفر به منفي پيغام ولري.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی