په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی په جنوبی پوځی زون کی په ښوونیزو تطبیقاتو کی بریالی او تر ټولو غوره پوځیان

    په ارمنستان کی د روسی پوځیانو تطبیقات پیلیږی

    © Photo/ The press-service of the internal Troops of the Ministry for Internal Affairs of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7201

    د روسیی پوځیانو پوځی او سپورتی تطبیقات چی د تیرو شوو پوځی تطبیقاتو، سیالیو بریالی په کی ګډون لری، د روسیی په جنوبی پوځی زون کی په ارمنستان کی پیل شول.

    د دغو پوځی ښوونیزو تطبیقاتو په اوږدو کی چی په غرونو کی تر سره کیږی، پوځیان باید د اټکل له مخی په خپل نومول شوی مخالف باندی بریالی شی.د « ریا نووستی خبری آژانس د خبر له مخی ویل کیږی چی؛ دغه بوځی سیالی په دوو پړاوونو کی تر سره کیږی، د لومړی پړاو موخه دا ده، چی پوځیان د اټکلی مخالفینو څخه خپل چاپیریال پاک کړی او خپل موقعیت وپیژنی او په دوهم پړاو کی « وسله وال باید په غرنی سیمی کی چی د سمندر د اوبو څخه ۱۵۰۰ متره لوړوالی لری، ۱۵ کیلومتره لری واټن ته ځان ورسوی او په نقشه کی خپل لوری هم وټاکی ».

    د دغه ۱۵ کیلومتری مارش په اوږدو کی پوځیان به د کشف او د پلټنو د چارو تر څنګ اټکلی دښمن د لاسی بمونو په کارولو سره له مینځه ویسی.

    د روسیی په جنوبی پوځی زون کی په ښوونیزو تطبیقاتو کی بریالی او تر ټولو غوره پوځیان به دغو تطبیقاتو ته ورته ښونیزو تطبیقاتو کی چی د مای د میاشتی په وروستیو نیټو کی تر سره کیږی، هم برخه واخلی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی