په ژوندی پڼه خپرونه
    د زلزلی د قربانیانو شمیر ښایی ۷،۵ زرو تنو ته ورسیږی

    په نيپال کې دزلزلې دقربانيانو شمير۷،۵ زروتنو ته رسپدلی دي

    © AP Photo/ Niranjan Shrestha
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5201

    دنيپال دکورنيو چارو استازی لکشمي جيکال ويلي دي چې دزلزلې له امله ، په وژل شوو کسانو کې – ۵۷ تنه بهرنيان دي. او نور ۱۱۲ بهرني اتباع ترې تم دي.

    دنيپال په زلزله کې د وژل شووکسانو شمير ۷،۵ زره تنه دي. دامطلب دسی شنبي په ورځ دنيپال دکورنيو چارو وزارت څرګند کړی دي.مخکې ويل شوی وو، چې ۷۳۶۵ تنه وژل شوي او ۱۴۳۶۶ تنه نورټپيان شوي دي.
    په نيپال کې دسيلانيانو دادارې مشر رامش اليکاري هغه خبرونه رد کړل چې ګواکي په زلزله کې دلينګتانګ په پارک کې ۱۰۰۰ تنه سيلانيان ترې تم شوي دي.
    . رسنيو داسي انځورونه وړاندې کړي چې دلسګونو سيلانيانو کورونه نړيدلي دي « زموږ دمعلوماتو له مخې داپريل له ۱۵ تر ۲۵ پورې په دلينګتانګ کې ۵۵۸ سيلانيان موجود ول، ددوی يوشمير ته نجات ورکړ شوی دي ، خو موږ اوس هم ددوي دقيقه شميره څيړو» دامطلب رامش اليکاري څرګند کړی دي.
    په نيپال کي داپريل پر ۲۵ نيټه سخته زلزله وشوه چې قوت ئي دريختر په کچه ۷،۹ درجې وه ددغې زلزلې مرکز دکتمندو شمال —لويديځ ۸۲ کيلومتري ښودل شوی دي د ددغې زلزلې ژوروالی تر۱۵ کيلومترو پورې وو..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی