په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه ترکیی ته د وسلو د لیږد کچه پراخه او لوړوی

    روسیه ترکیی ته د وسلو د لیږد کچه پراخه او لوړوی

    © Sputnik/ Aleksey Filippov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8401

    د روسیی د پوځی سوداګری اداره « روس ابرون اکسپورت » په پام کی لری، ترکیی ته د وسلو د لیږد کچه پراخه او لوړه کړی. په دی هکله خبر د یادی اداری رسنیز دفتر لخوا خپور شوی دی.

    « نن مونږ د ترکیی د خوښی سره سم د خرڅلاو مخکی د « Ми-17 » ډوله چورلکو د تخنیکو خدماتو او د روسیی پوځی تخنیک د لیږد بهیر پلی کوو، اوسمهال دا ډیر مهم دی خو مونږ په دی هکله کار کوو چی ترکی ته د روسیی د پوځی تخنیک د لیږد کچه لوړه او پراخه کړو». په دی هکله څرګندونی د روسیی د پوځی سوداګری د اداری  د « روس ابرون اکسپورت » مشر اناتولی اکسیونف په ستانبول کی د پوځی محصولاتو په نړیوال نندارتون کی کړی دی.

    نوموړی زیاته کړه، چی زمونږ دوهم پړاو د ترکیی سره په پوځی علمی او تخنیکی برخه کی په راتلونکی کی د پوځی تخنیکی همکاریو پړاو دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی