په ژوندی پڼه خپرونه
    په تکزاس کې دحضرت محمد دکاريکاتور پ نندارتون ډزي شوي دي

    تکزاس کې د حضرت محمد دکاريکاتور په نندارتون وسله وال بريد شوی دي

    © REUTERS/ Nancy Wiechec
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5401

    دامريکا متحده ايالاتو دتکزاس ايالت په گارلند کې ديکشنبي (اپريل دريمه) په ماښام، دوو وسله والو کسانو دکلويل کورتیس مرکز ودانۍ ته نږدې دموټرو په تم ځای چې د حضرت محمد دکاريکاتور نندارتون پرانستل شوی وو، ډزي وکړي.

    دامطلب سي ان ان ورکړی دي. عیني شاهدان وائي چې تر شلو پورې دډزو اوازونه ئي اوريدلي دي. ددغو ډزو له امله دنندارتون يو ساتونکی په پښه ټپي شوی دي. خو پر حمله کوونکو هم ډزي وشوي اوووژل شول. ددغو کسانو هويت معلوم شوی دي ، خو تر اوسه نه دی خپور شوی.
    .پولیسو د نندارتون څخه ننداره کوونکې او ميلمانه ایستلي او ددې ترڅنګ ئي دشاوخوا دکانونو اومغازو پلورونکي هم تخليه کړي دي. دميلمنو په منځ کې دهلند دښي اړخ سياستوال د «ازادي ګوند»مشر گیرت ویلدرز هم موجود وو. پر نندارتون ترحملي لږ وروسته فرانسپرس اژانس خبر ترلاسه کړ چې په تکزاس کې پرنندارتون دبريد مسئوليت «اسلامي دولت » پر غاړه اخستی دي.
    دغه نندارتون داسلامي ضد سازمان Freedom Defense Initiative له خواننداري ته وړاندې شوي وو. ددغه سازمان مشر پاملا گلرد ان بي سي سره په مرکه کې ویلي دي چې داکار دبيان دازادۍ پر ضد جګړه ده. ايا موږ کولای سو دغه هيولا ته تسليم سو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی