په ژوندی پڼه خپرونه
    دامريکا دملي امنيت ودانۍ

    دامريکا کشفي ادارو تر ۲۰۱۳ کال پورې داروپائي سياست پر وړاندې د جاسوسي فعاليتونه کول

    © Photo/ National Security Agency
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4001

    دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس . (NSA) د ۲۰۱۳ کال تر اګست مياشت پورې داروپا او جرمني په اړه جاسوسي فعاليتونه کول

    دامطلب دفدرالي المان اطلاعاتي سرویس (BND) دمحرم رپوټ پواسطه ترلاسه شوی دي. دامطلب د ZDF تلويزيوني کانال ورکړی دي.
    . دغه سند د۲۰۱۳ کال داګست پر ۲۶ نيټه دالمان حکومت ته وړاندي شوي دي. په دغه سند کې دالمان اطلاعاتي سازمان لیکلي دي چې دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس (NSA) داروپا دسيا ست، داروپائي اتحادئي، داروپا دامنيت اوهمکارۍ سازمان او په څانګړۍ توګه دالمان دکمپنيو پر وړاندې جاسوسي فعاليتونه کوي.
    په رپوټ کې ويل کيږي دغه جاسوسي فعاليتونه چې دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت له خوا پر مخ وړل کيږي په هيڅ ډول دالمان دګټو سره سمون نه لري.
    .دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس دداډول کړونو په اړه رسوايي، عين په ۲۰۱۳ کال کې پيل شوه ، کله چې د«شپيګل » اونيزي مجلې دامريکا متحده ايالاتو داستخباراتو دپخواني مامور ادوارد سنودن له خوا افشا شوي محرم اسناد ،خپاره کړل.
    تيره اونۍ رسنيو خبر ورکړ چې دفدرالي المان اطلاعاتي سرويس ، دملي امنيت اژانس سره مرسته کړي چې دفرانسي دحکومت او اروپائي کميسيون دغړوپر ضد جاسوسي فعاليتونه تر سره کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی