په ژوندی پڼه خپرونه
    د اوکراین « ИЛ-76  » ډوله الوتکی د نیپال څخه ۷۵ تنه اوکراینیان راوویستل

    د اوکراین « ИЛ-76 » ډوله الوتکی د نیپال څخه ۷۵ تنه اوکراینیان راوویستل

    © Sputnik/ Russian Emergencies Ministry
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4601

    د اوکراین « ИЛ-76 » ډوله الوتکی د نیپال څخه ۷۵ تنه اوکراینیان او په همدی ډول ۱۱ تنه د ګرجستان، فرانسی، پولنډ او روسیی وګړی راوویستل. په دی هکله خبر د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسی او تخنیکی چارو د اداری مرستیالی ایلینی واشینکو کړی دی.

    د « ریا نووستی خبری آژانس » د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسی او تخنیکی چارو د اداری مرستیالی ایلینی واشینکو له قوله کاږی چی « په پام کی ده چی په دغی الوتکی کی به د اوکراین ۷۵ وګړی او په همدی ډول ۱۱ تنه نور چی د نورو هیوادونو لکه د ګرجستان،فرانسی، پولنډ او روسیی وګړی دی، د نیپال څخه راوویستل شی ».

    د پام وړ ده چی څو ورځی مخکی د اوکراین « ИЛ-76  » ډوله الوتکه چی د نیپال څخه یی باید داوکراین وګړی راویستلی وای، د تخنیکی ورپیښی ستونزی له کبله په هند کی تم شوی وه، نن د نیپال چارواکو د اوکراین دغی الوتکی ته اجازه ورکړه، چی په کتمندو کی ناسته وکړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی