په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی د دفاع د چارو د وزارت فیستیوال چی د « روسیی اردو »

    د روسیی د دفاع د چارو د وزارت فیستیوال چی د « روسیی اردو » نومیږی، ښایی د ګینس د رکوردونو په کتاب کی ثبت شی

    © Sputnik/ Vladimir Astapkovich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4001

    د روسیی د دفاع د چارو وزارت په پام کی لری چی په مسکو کی د روان کال د منی په موسم کی فیستیوال چی د « روسیی اردو » په نامه یی یاد کړی دی، جوړ کړی او په دی هیله دی، دغه فیستیوال به د خپلو ځانګړتیاوو له امله د ګینس د رکوردونو په کتاب کی ثبت شی.په دی هکله خبر د روسیی د دفاع د چارو وزارت د کلتوری چارو مشر انتون ګوبانکوف کړی دی.

    ګوبانکوف په دی هکله زیاته کړه چی؛ « دسپتامبر د میاشتی په وروستیو او اکتوبر د میاشتی په لومړیو کی د فرونزنسکی په سیمه کی د سیند پر غاړه د روسیی د دفاع د وزارت د ملی مرکز د ریاست ودانی سره مونږ د روسیی د دفاع د چارو د وزارت فیستیوال چی د « روسیی اردو » په نوم یادیږی پلان کړی دی او اوسمهال مونږ په دی هکله فکر کوو چی ښایی دغه فیستیوال د ګینس د رکوردونو په کتاب کی هم ثبت شی».

    نوموړی دا هم وویل چی د دفاع د چارو وزارت په دی هیله دی چی د وطن پالنی د مینځ پانګی په پام کی نیولو سره د وسله وال پوځ تول پیښلیک به په دغه فیستیوال کی وښودل شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی