په ژوندی پڼه خپرونه
    هند تاج محل

    دهند ولسمشر دبري دجشن په مراسمو کې دګډون دپاره مسکو ته راځي

    © www.sss.vn.ua
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4001

    دهند ولسمشر پراناب موکرجی د پنجشنبي په ورځ دمي پر اوومه نيټه مسکو ته راځي، او دنړيوالي دوهمي جګړې دبري داويايمه کليزي په جشن کې ګډون کوي. دامطلب ريانووستي اژانس دهند دديپلوماتيک استازي امريندرا پارېدا له قوله ور کړی دي.

    «زموږ ولسمشر پراناب موکرجي دروسيي دولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه دبري داويايمي کليزي دجشن په مراسمو کې دګډون دپاره مسکو ته سفر کوي. دي دمي په اوومه نيټه مسکو ته ځي اوپه مسکو کې به دمي ترلسمي نيټې پورې پاتې سي. او په دغه موده کې به په يولړ مراسمو کې ګډون وکړي او البته دمي په نهمه نيټه دبري دجشن په پريټ(رسم ګډشت) کې ګډون کوي» دامطلب پاريدا څرګند کړ..
    په دوديزه توګه مسکو پر فاشيزم دبري دجشن په لمانځلو کې دډيرهيوادونو مشرانوته بلنه ورکوي. ددوهمي نړيوالي جګړي دبري داويايمي کاليزي دجشن په مراسموکې د ۶۸ بهرنيو هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوی ده چې په دغه جشن کې ګډون وکړي، خو تراوسه پوري د ۲۵ هيوادونو مشرانو دمسکو دا بلنه منلي ده ، چې دبري په جشن کې به ګډون کوي.
    ددې ترڅنګ يونسکو ، ملګري ملتونه ، اروپائي اتحاديه، او اروپائي شورا هم دبري دجشن په مراسمو کې ګډون کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی