په ژوندی پڼه خپرونه
    دازبکستان بيرغ

    ازبکستان اوافغانستان دمنظم هوائي چلند دبیا پیل کيدو پلان لري

    © Flickr/ Giorgio Minguzzi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7101

    ازبکستان اوافغانستان پلان لري چې په منظمه توګه ددواړو هيوادونو دپلازمينو ترمنځ هوائي الوتنې بيا پیل کړي. دامطلب دچهارشنبی په ورځ ريانووستي اژانس په ازبکستان کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت داستازي له قوله ورکړی دي.

    ددواړو هيوادونو استازو په دغه اونۍ کې دترانسپورت او ترانزيت په برخه کې دهمکاريو دلاټينګتيا په موخه سند لاسليک کړ دامطلب داژانس خبرلوڅ څرګند کړی دي. دده په خبره په دغه سند کې ددواړو هيوادونو ترمنځ دهوائي چلند چمتوالي ته اشاره شوي ،او په پام کې ده چې دتاشکند او کابل ترمنځ هوائي الوتني پيل شي.
    په دغه سند کې ويل شوي چې دازبکستان لوری به د مزارشريف- هرات ترمنځ داوسپني دپتلۍ د خپلي برخې دجوړولو لارې چارې مطالعه کوي.
    .د ۲۰۱۰کال دنوامبر په مياشت کې« دازبکستان داوسپني لار» سهامي شرکت په افغانستان کې دحيرتان —مزارشريف داوسبني دلارې کار بشپړ کړ. داوسبني دغه لار ۷۵ کيلومتذره اوږدوالی لري او ۱۲۹ مليون ډالر لګښت پرې راغلی دي. او په ۲۰۱۱ کال کې ګټي اخستو ته چمتو شوه.
    .افغانستان ته دحيرتان له بندر څخه ترنيمايي واردات تر سره کيږي او ددې ترڅنګ بشري مرستي هم له همدې بندرهافغانستان ته ليږدول کيږي. داوسپنې نوې لارې به نور هم دبارونو په ليږد راليږد کې زياتوالی راولي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی