په ژوندی پڼه خپرونه
    ولاديمير پوتين

    دولاديمير پوتين دپلويانو دټولنيزي بڼي انځور ترتيب شوی دي

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    دروسيي دمدنې ټولنې دودي فوند داسي څيړنې ترسره کړي، چې په هغو کې دجوړښت اوارزښتونو دتشکل پړاونه او همدارنګه دروسيي دهغو اتباعو ټولنيز انځور وړاندې شوی، چې دروسيي دولسمشر ولاديمير پوتين له ايديالوژی سره موافق دي او دده له سياسي پروګرام څخه ملاتړ کوي.

    په هغه سند کې چې دا څيړنې پکې خپرې شوي ، ويل شوي دي چې دروسيي دولسمشر پلويان ، دروسيي دموکراسي تائيدوي او همدارنګه دخپل پرمختګ دلورې د ټاکلو په هکله ددولت دمشر دمفکورو يي نظرئي څخه ملاتړ کوي.
    لکه څرنګه چې دايزويستا ورځپاڼه ليکي دولاديمير پوتين پلويان دبنديزونو په شرايطو کې د جمهوررئيس ټول اقدامات تائيدوي او همدارنګه پخپله دده پرروان سياست په راتلونکې کې په رايه ورکولو اغيز ښندلای سي.
    په سند کې ويل شوي دي چې په ورستيو وختو کې دولاديمير پوتين درايه ورکوونکو زړۍ په کمي او کيفي لحاظ دلويديځ له لورې دسياسي او اقتصادي فشارونو له کبله زيات شوی دي.
    سربيره پردې د څيړنې په نتيجه کې دروسيي د جمهور رئيس دپلويانو ټولنيز انځور څرګند شوی دي.دولاديمير پوتين پلويان په مساوي توګه داستوګني دسيمو په ټولو ډولونو کې خپاره دي او دنفوسو په عمومي شمير کې دهغوي د مخصوص وزن په حساب

    په مليوني ښارونو کې ۱۵ فيصده، په هغو ښارونو کې چې له ۲۵۰ زره تر يومليون پورې وګړي لري ۱۹فيصده، له ۵۰ زرو تر ۲۵۰ زروکسيزواوسيدونکو ښارونو کې ۱۴ فيصده او په هغو ښارونو کې چې تر۵۰ زره لږ اوسيدونکې لري ۱۷ فيصده او په کليو کې ۲۹ فيصده وګړي له جموررئيس څخه ملاتړ کوي.دعمر په حساب له ۱۸تر۳۰ کلونو پورې —۲۷ فيصده. له ۳۱تر۴۵ کلونو پورې ۲۷ فيصده.
    له ۴۶ تر ۶۰ کلونو پورې ۲۴ فيصده او له ۶۰ کالو دزيات عمر لرونکې ۲۴ فيصده وګړي دروسيي له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه ملاتړ کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی