په ژوندی پڼه خپرونه
    دبريکس دهيوادونو غونډه

    شنونکې: امريکا نسي کولای د «اسياپر سر جګړه کې» پر روسيي بری ومومي

    © AP Photo/ Wu Hong
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7101

    دروسيي او هند ترمنځ پوځي همکارۍ دواشنګټن ټول پلانونه دخاورو سره خاوري کړل.او حتي په اسياکې دقواو دانډول دبيا ټينګولوپه خاطر دامريکا متحده ايالاتو ناوختو هلوځلو هم ونه شوای کړل د«بريکس » دغښتلتيا بهير ودروي.

    د «سپوتنيک» دخبري اژانس درپوټ له مخې دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزير اشتون کارتر نوی دهلي ته دنوو تکتیکي الوتکو وړانديز کوي اوښائي دهند دلومړي وزير ناريندرا مودي سره ددوه اړخيزو پو ځي همکاريو لس کلنه موافقه لاسليک کړي.
    د The Diplomat.دپوځي خپرونې شنونکی فرانتس اشتفان گادیوائي دامريکا دمتحد ايالاتو اقدامات دبريکس دغړو هيوادونو ترمنځ دهمکارۍ دپراختيا په خواب کې ناوخته بولي. دغه شنونکی زياتوي بريکس دروسيي دپوځي تجهزاتو له کبله دپرمختګ په حال کې دي، په نړۍ کې مستقل رول لوبوي او يوه اقتصادي اتحاديه نه ده. دروسيي دپوځي تخنيکي همکاريو فدرالي سازمان د احصايي له مخې ، هند په ۲۰۱۴ کال کې دروسيي دپوځي تخنيک او تجهزاتو ستر پيردونکی هيواد وو، او د ۴،۷ مليارد دالرو پورې ئي پوځي تجهزات پيرودلي دي.
    دسپوتنيک خبري اژانس ليکي دروسيي او هند تر منځ پوځي همکارۍ دواشنګټن ټول پلانونه ويجاړ کړل. اوس دامريکا متحده ايالات غواړي دهند سره پو ځي همکارۍ ټينګي او پراختيا ورکړي چې په دې کار له يوې خوا غواړي چې په اسيا کې دمسکو په برياليتوبونو دبطلان کرښه راکش کړي او له بلي خوا دهند اوچين ترمنځ تضادونو ته نور هم شدت ورکړي.
    داستراليا کارپوه کريسپين روور په دې عقيده دي چې، دامريکا داډول ستراتيژي نوره ماتې خوړلي ده، او دهند اوچين ترمنځ اختلافونه دومره سخت نه دي لکه چې دامريکا او چين ترمنځ موجوددي.
    روور زياتوي چې روسيه دهند يواځني سترتيژيکي انډيواله ده. روسيه هند اوچين درې واړه هيوادونه د څو قطبي نړۍ سياست دخپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ګڼي.
    دی زياتوي ددغو دريو هيوادونو امريکائي ضد اييتلاف په اوږد مهاله موده کې بايد ډپامه ونه غورځوو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی