په ژوندی پڼه خپرونه
    په يمن کې پر الوتکې بمبارۍ

    یمن دنړيوالې ټولنې څخه غواړي چې دغه هيواد ته ځمکنۍ قواوي وليږي

    © Sputnik/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4501

    يمن دنړيوالي ټولنې ځحه غوښتي دي چې ډير ژر ځمکني قواوي د «هيواد دنجات دپاره» واستوي. دامطلب رويټرز اژانس دملګرو ملتونو دامنيت شورا ته ديوليک داستولو له قوله ورکړي دي.

    ددغه اژانس دمعلوماتو له مخې ديمن چارواکي غوښتنه کوي چې « ديمن دنجات په موځه ډير ژر ځمکني قواوي » هغه هيواد ته، په ځانګړی ټوګه دعدن اوتايز ښارونو ته وليږي.
    ويل کيږي چې دملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليک په ملګرو ملتونو کې ديمن ددايمي استازي خالد عالماني له خوا استول شوی دي. دغه ليک چې دمي پر ۶ نيټه ليکل شوی په متن کې ئي دبشري حقونو دنړيوالي ټولني څخه غوښتنه شوی د«بې دفاع خلګو پرضد وحشيانه عملونه» تقبيح کړي.
    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين ، قطر ، کويټ عربي متحده اماراتو ، په ملاتړ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده توپان » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده ، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر ، اردن مراکش ،پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري کوم چې دواک څخه ليري شوي دي. ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی