په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    روسيي مورخ: په دوهمه نړيوال جګړه کې دافغانستان د ناپيلتوب سياست دفاشيزم ضد ايیتلاف سره مرسته وکړه

    © AFP 2016/ ROBERTO SCHMIDT
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8001

    په دوهمه نړيواله جګړه کې دافغانستان بې طرفي دفاشيزم ضد اييتلاف سره پر نازي المان دبرياليتوب سره مرسته وکړه. دامطلب د تاريخي علومو ډاکتر يوري تيخونوف څر ګند کړي دي.

    نوموړي چې ديوشمير تاريځي کتابونو  « په افغانستان کې دستالين جګړه، دمنځني اسيا دپاره جګړه » مولف دي، او بې شمیره نور کتابونه ئي ليکلي دي، د «افغانستان —رو» سره دبري داويايمي کاليزي دجشن په مناسبت په مرکه کې ويلي دي.
    دوهمه نړيواله جګړه کې دافغانستان دشاهي دولت دبې طرفي موقف دهغو هيوادونو سره چې دهټلري فاشيزم سره په جګړه کې ښکيل ول، دمنځني اسيا اومنځني ختيځ په ثبات ټينګولو کې مرسته کړی ده.

    يوري تيخونوف وائي دافغانستان پاچا محمد ظاهر شاه او صدراعظم محمد هاشم خان د هتلري ضد اييتلاف سره همکارۍ کوله او دانګلیسانو څخه کرکه چې له ډيري پخوامودي او دجګړو پرمهال دافغانانو په منځ کې رامنځ ته شوي وواجازه ورنه کړل او انګليسانو هم دا درک کړي وه او دافغانستان بې طرفي ئي ډيره يو مهم اقدام وباله.
    له بلي خوا افغان لورې په ځانګړۍ توګه دجګړې په لومړيو کالنو کې دجګړې بيلابيل پرمختګونه مطالعه کول. د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ پاچاهي هيواد د «ځوړند سياست» څخه پيروي کوله. دوي داسي انګيرله چې شوروي اتحاد ماتي خوري او ټوټه ټوټه کيږي. او دائي هم له پام نه وه غورځولي چې امکان لري برتانيا حمله وکړي. خو هاشم خان په دې عقيده وو ، چې دغه زبر ځواک (انګليس) دشوروي اتحاد په پرتله ځواکمن دي.
    .دروسيي دغه مورځ دهاشم خان سياست داسي ارزوي چې صدراعظم هاشم خان څرنګه چې دخپل هيواد ګټي په پام کي نيولي ، دخپل ځان دبډايه کولو په فکر کې هم وو او چمتو وو ډټولوزير ځواکونو سر همکارۍ وکړي. همدغه دحکوت دمشر احتياطي او ارام سياست وو، چې افغانستان له دغې جګړې څځه په ډيرو کمو تلفاتو ووځي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی