په ژوندی پڼه خپرونه
    سرګي لوروف

    سرګي لاوروف: روسيي په تيرکال کې د پام وړ او ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي

    © AP Photo/ Wu Hong
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12001

    روسيه ديو سخت او ستونزمن بهير څخه دتيريدو په حال کې ده، خو ددې ترڅنګ ئي په تيرکال کې يو لړ برياليتوبونه هم په برخه شول. دامطلب دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د « روسيي -۲۴» تلويزيوني چينل سره په مرکه کې څر ګند کړ.

    دروسيي دغه ديپلومات يو له مهمو لاسته راوړنو څخه دبين المللي حقوقو اصولو ته ددرناوي اصول دي او هغه دخلکو له خوا دځپل سرنوشت دټاکلو حق دي.
    موږ ديو بیساری کمپاين دمقابلي هدف وګرځيدلو. نه يواځي په اقتصادي او مالي برخوکي بلکې دکلمي په بده معنا پروپاګنډيزه جګړه کې راګير شولو. ددې کارو څخه ددوی موخه داوه چې روسيه ګوښي او تجريد کړي، خو په دې کار بريالي نه شول. دوی ډيره هڅه وکړله، موږ درښتيا ويلو په تور مجازات کړي، دا له دې کبله چې موږ عدالت غواړو، موږ خپلو هيوادوالو ته د ربړوني اوعذاب ژوند نه غواړو. دازموږ دريځ دي. او همداسبب دي چې په دې ورستيو کې موږ سترې لاسته راوړنې لرو. او هرهغه چا چې زموږ پر ضد کمپاين کاوه، اوس په حقيقت پوه شوي او ناهيلې شوي دي..
    دروسيي دبهرنيو چارو وزير د نوو پرمختګونو په اړه څرګندوني وکړي او وئي ويل چې په دغو لاسته راوړنوکې دسوريي نه دکيماوي وسلو ایستل، دسوريي دلانجي دښکيلو غاړو ترمنځ دخبرو اترو پيلدا، او دايران داټومي تاسيساتو په اړه دموافقي پر چوکاټ موافقه، شاملي دي. په ټوليزه توګه داټول هغه څه دي چې نړۍ اوسيمي ته دثبات په راوستو کې ډيره مرسته کوي.خو پوښتنه داده چې ايا ټولو ته سوله ضروري ده؟.
    کله کله داسي شکونه پيداکيږي داسي احساس راولاړيږي چې «بدترين، بهتره دي» داهغه څه دي چې زموږ ځني همکاران غواړي، هعه په عمل کې پلی کړي.
    کله چې دوی په ډيره بې شرمۍ اوسپين سترګۍ ليبيا ويجاړه کړه بيا نو دروسيي څخه ددغوناوړو پيښودعواقبو درغولو مرسته غواړي. هغه څه چې ناټو پر ليبيا عملي کړل ددوی دغه کړنو څه شي ليبیا ته په ارمغان راوړل، دمهاجرينو سيل پيل شو، له خپل وران اويجاړ هيواد څخه داروپا په لور وخوځيدل. او اوس اروپا هک پک ده چې په څه ډول دناقانونه مهاجرينو دستونزو سره مقابله وکړي. خو هيڅ يي هم په وس پوره نه ده.
    دلوروف په خبره اوس اوس دملګرو ملتونو دامنيت په شورا کې داسي پر داسي يو ميکانيزم او طرح خبري کيږي چې، له مخې يي اروپايی هيوادونو ته ددې واک ورکوي چې دناقانونه مهاجرينو ضد تدابير په خپله په مستقلانه توګه حل کړي..داپريکړه ښائي پداسي پائلو تمامه سي ، چې دوی به بيا په غلطه توګه په عمل کې هغه تعبير کړي اويو ځل بيا دوينو دتوئيدو سبب سي.
    اوس تر ټولو مهمه داده چې ليبيا پخپلو پښو ودريږي.اوس په هغه هيواد کې دوه حکومتونه او دوه پارلمانونه موجود دي. دليبيا دپاره دملګرو ملتونو ځانګړی استازی هڅه کوي، دخبرو اترو بهير پيل کړي، خو په مخ کې يي ډير خنډونه موجود دي.
    بل هيواد چې وضعيت ډير پکې کړکيچن دي ديمن هيواد دئ. که څه هم ويل کيږي چې پوځي عمليات ختم شوي دي خو بياهم هوايي بمبارۍ دوام لري دغه بمبارۍ دهغه غورځنګ پر مورچلو ترسره کيږي چې د هيواد يو پر دريمه برخه نفوس جوړوي.ستونزي بیخي ډيري دي او اوس زموږ انډيوالان تر ډيره حده داخبره درک کړي چې بايد په ګډه کاروکړو.
    هغه څه چې له يمن څخه دبهرنيواتباعو په ځانګړي توګه دامريکايي وګړوپه ايستلو پورې اړه لري، روسيي دبشري اصولو پر بنسټ خپل دين اداکړي دي. له هغو کسانو سره يي مرسته کړي ده چې غوښتل يي، له يمن څخه ووځي خو داهم جوته شوه، چې دامريکا متحده ايالاتو له يمن د خپلو وګړو دايستلو څخه ډډه کړي ده.
    زه ددوی داعمل ددوی وجدان ته سپارم دامطلب لوروف څرګند کړ. موږ له يمن څخه خپلي سمندري بيړۍ او الوتکې او په ټوليزه توګه ټول هغه کسان چې غوښتل ئي له يمن څخه ووځي ، راوايستل د ۲۰۰۰ بهرنيو وګړو له جملې څخه يو پر درې روسان ول. موږ دا ويش ونه کړ چې داملګری دي او دابل نه،. امريکائيانو داوکراين بيلاروسيه، قزاقستان، او دمنځني ختيځ وګړي دجګړي له سيمو ایستلي دي زه نه پوهيږم دوی به دبهرنيو چارو دوزارت په تبصرو کې داډول بې شرمي څه ډول توضيح کړي. موږ دبشري خواخوږي له مخې فعاليت کړی دي.
    لوروف وايي دديپلوماسي دنده دانه ده چې پر يو چا بريالی سي بلکه داده چې نړۍ بايد پايېدونكى وې چې په سيمه يزه کچه دمتقابلو ګټو ، اقتصادي اړيکو، کلتوري تبادلې او سياسي خبرو اتر دپاره ښه او مناسب شرايط رامنځ ته سي.
    .

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی