په ژوندی پڼه خپرونه
    دچين اوروسيي مشران

    پوتين د چين دولسي جمهوريت له مشره سره خبري کوي

    © Sputnik/ Host Photo Agency/Alexander Vilf
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3101

    دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين نن په مسکو کې د چين دولسي جمهوريت له مشر شي جينپينګ سره خبري ترسره کوي لکه چې دروسيي دولسمشر سلاکار يوري اوشاکوف ژورتالستانو ته خبر ورکړ

    دچين مشر په دې ورځو کې په روسيه کې دولاديمير پوتين په بلنه درسمي سفر په ترځ کې استوګن دي ننني خبري لومړي په محدود ترکيب او وروسته په پراخ چوکاټ کې تر سره کيږي.وروسته دسندونو دلاسليک کېدو بهير تر سر کيږي آو په پای کې به مطبوعاتي اعلاميه هم خپره شي. دچين دمشرانوپه پروګرام کې له لومړی وزير ديمتري ميدويدوف سره کتنه هم شامله ده.اوشاکوف وويل چې دمسکو دخبرو په پائيله کې به ۴۰ سندونه لاسليک سي د هغوی په لړ کې دروسيي او چين د مشرانو ګډه اعلاميه ، دهر اړ خيزي همکارۍ دژورتيا ، ستراتيزيکي متقابلي همکارۍ او ددواړخيزي ګټوري همکارۍ دوام شامل دي. داسي اټکل کيږي ددواړو دولتونو مشران به دبين المللي او سيمه یزو مسئلو ًپه اړه خپل نظرونه تبادله کړي. دخبري سرچينو دخبر سره سم دبين المللي مسئلو په لړ کې به دسوريي دشخړي پر حل ، دايران اتومي تاسيسات پرمسئلې ، دکوريا په ټاپو وژمه کې پر حالاتو او داوکراين دکړکيچ په اړه به خبري تر سره سي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی