په ژوندی پڼه خپرونه
    اسلامي دولت

    «اسلامي دولت» په افغانستان کې طالبانو ته روزنه ورکوي

    © Sputnik/ Andrey Stenin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4501

    هغه وسله وال کسان چې د«اسلامي دولت » دسخت دريځي ډلې سره نږدې اړيکې لري «طالبانو» ته په افغانستان کې روزنه او ترينيګ ورکوي. دامطلب دافغانستان مقاماتو څرګند کړی دي.

    .« په يوه ډير ورانه اوويجاړه سيمه امام صاحب کې د «اسلامي دولت » غړي طالب وسله والو ته روزنه ورکوي.تر څودافغانستان ددولت پر ضد دهغوی قوت زيات کړي».دامطلب دځائي مقاماتو يو استازي عبدالودود وحيدي فرانسپرس اژانس ته څرګند کړی دي.
    پخوا د «اسلامي دولت» افراطي ډلې په افغانستان کې دخپل شتون په اړه څه نه و، ويلي.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی