په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتين : په نړيوال ډګر کې، دسولي دهلو ځلوله کبله  دملګرو ملتونو د سازمان درول څخه مننه وکړه

    پوتين : په نړيوال ډګر کې، دسولي دهلو ځلوله کبله دملګرو ملتونو د سازمان درول څخه مننه وکړه

    © Sputnik/ Host photo agency / Grigoriy Sisoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8901

    دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين دملګرو ملتونو دسازما ن دعمومي منشي بان کی مون سره ، چې پر فاشيزم دبري داويايمي کاليزي په جشن کې دګډون دپاره مسکو ته راغلی دي، دليدنې کتني او خبرو اترو په ترځ کې دملګرو ملتونو دسازمان څخه چې په نړيوال ډګر کې دسولي دپاره هلي ځلي کوي مننه څرګنده کړه.

    ده دملګرو ملتونو دسازمان آو پخپله د بان کی مون او نورو هغو کارکونکو څخه چې په دغه سازمان کې کار کوي وويل « تاسو په دې برخه کې ډير څه ترسره کړي دي».

    :دروسيي جمهوررئيس یادونه وکړه چې دبري جشن په مراسمو کې دملګرو ملتونو سازمان ګډون په بشپړه توګه طبيعي خبره ده داځکه چې « دغه سازمان دهغو هيوادونو څخه جوړ شوی دي چې په دوهمه نړيواله جګړه کې يي برياليتوب په برخه شوی او پر فاشيزم او نازيزم باندې په بري کي يي بيساري رول ولوباوه.»
    ده زياته کړه ددغه سازمان دجوړلو موخه ددوهمي نړيوالي خونړي جګړي دتکرار اوپیښېدو څخه مخنيوی دي.دروسيي ولسمشردشنبي په ورځ په کريملين کې دبان کې مون سره ليدلې او خبري اتري کړي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی