په ژوندی پڼه خپرونه
    يمن

    داييتلاف په هوايي بمباريوکې چې په پلازمينه صنعاکې دولسمشرۍ په مقر ترسره شوې ديمن پخواني ولسمشر او دده کورنۍ ته زيان نه دی رسيدلي

    © Sputnik/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3801

    ديمن پخوانۍ ولسمشر علی عبدالله صالح او دده کورنۍ ته دهغو هوايي بمباريو له کبله چې دعربي اييتلاف دهوايي ځواکونو له خوا په پلازميني صنعا کې دده پر کورتر سره شوې ، زيان نه دی رسيدلی.

    عربي اييتلاف ديکشنبی په سهار دصالح پر کور درې ګوزارونه وکړل، مآنۍ ته څيرمه درې چاودني وشوي او تور لوګي د اسمان لوري ته پورته شو.
    درويټرژ اژانس ، ديمن دخبري اژانس «خبر» له قوله وايي چې په دغو بمباريو کې نه صالح او نه هم دده کورنۍ ته زيان اوښتی دي. دفرانسپرس اژانس دخبر سره سم ګمان کيږي صالح دصنعا څخه بهر استوګن وې.
    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين ، قطر ، کويټ عربي متحده اماراتو ، په ملاتړ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده توپان » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده ، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر ، اردن مراکش ،پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري کوم چې دواک څخه ليري شوي دي. ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي..

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی