په ژوندی پڼه خپرونه
    نړۍ

    دفاشيزم دقربانيانو په ياد يوه دقيقه چوپتيا

    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10901

    دهغو کسانو په ياد چې موږته ئي ړڼا راوړله ممنونيت څرګند کړو او دهغو شهيدانو ياد تازه کړو، چې دشوروي اتحاد د۲۶ مليونو ۴۵۲ زره وګړو ژوند ېي واخست.

     دهغو کسانو ياد ته درناوی وکړو چې په مورچلونو کې په ميړانه وجنګيدل. او هغه کسان ياد کړو چې په پارتيزاني جګړه کي دغليم په وړاندې وجنګيدل. هغه کسان چې دفاشيستانوپه کمپونو کې  شکنجه شول.هغه کسان به ياد کړو چې دخوب او هوسايي پرته  ېي دجبهي دکرښي شاته کار کاوه. دهغو کسانو ياد به تازه کړو چې تربرلين اوپراګ پورې ورسيدل اواوس زموږ سره نشته.

    دوطني جګړې سرتيري دمسکو او استالينګراد په څنډو کې د ډوډۍ پرته دلينينګراد په کلابندۍ کې تروروستي سلګۍ پورې دفاع وکړه.  تا ای سرتيريه!   چې دمليونونو انسانانو ژوند دې وژغورئ. تا موږته خپلواکي راپه برخه کړل. تا دپرديو ترپولې پورې وځغستل او د وياړ په لټه کې وې.

    تا دوطن څخه دفاع وکړه! تا دکورنۍ څخه دفاع وکړه ، تا مډال ته اړتيا نه لرله، تر ټولو لوی مډال تاته ازادۍ وه.  په واوره ، باران او توپان کې دې حرکت کاوه. تاسو دوخت له پولې تير شوي ياست،  اوس موږتاسو  يادوو. هغه چا چې خپل ټول ژوند يي دازادۍ لپاره وقف کړی د چوپتيا شيبي رارسيږي.  دوطني جګړې دقربانيانو ياد دې تل تازه وي، په هغو قهرمانانو دې تل وياړ وې، چې زموږ دوطن دخپلواکۍ په لاره کې ئي مبارزه کړي ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی