په ژوندی پڼه خپرونه
    يمن

    « حوٍثيانو » پر پنځه ورځنی اوربند سلا کړی ده

    © AP Photo/ Hani Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4401

    يمن دهغه پنځه ورځني اوربند پلان منلی دي ، چې دسعودي عربستان له خوا ئي وړانديز شوی دي. اوربند به له سي شنبی ورځي څخه ټينګيږي. دامطلب رويټرز اژانس دپوځي استازو له قوله چې د «حوثيانو» سره همکارۍ کوي، ورکړی دي.

    .« موږ اعلان کوو،دبشردوستي له مخې اوربند تائيدوو،کوم چې له سی شنبي څخه نافذيږي» دامطلب شرف لقمان څرګند کړی دي.
    ده زياته کړه چې سعودي عربستان په داوربند ټول مسوليت پر غاړه اخلي کچيري «القاعده »او يا هم دهغې متحدين سرغړونه وکړي. «که چيري «القاعده» او يا هم هغه څوک چې ددغه سازمان څخه ملاتړ او مالی مرسته ورسره کوي داوربند څخه هرډول پوځي سرغړونه وکړي دهغوي ددې عمل پر وړاندې به اردو دملي امنيت ځواکونه او دخلګو کميټي ځوابیه عمل ترسره کوي. » دامطلب لقمان څرګند کړی دي.
    ددغه اژانس دخبر له مخې «اوربند» دچهارشنبي په شپه دمسکو پر وخت ۲۳-۰۰ نافذ‌يږي.
    دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزيرعادل ال جوبير دپنجشنبي په ورځ وويل چې عربي اييتلاف ديمن دخلګو سره دبشري مرستو په خاطر پنځه ورځني «اوربند» اعلانوي.په یمن کې په دې ورستيو کي سیاسي وضعيت ډير کړکيچن دي.
    دهيواد په سهيل کې د عربي ټاپوزمي «القاعده» فعاليت کوي ، دهيواد په مرکزي سيمو کې جمهور رئيس ته وفادار پوځيان او « حوثي » ياغيان خپلمنځي نښتې تر سره کوي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی