په ژوندی پڼه خپرونه
    م.م : بان کی مون دپوتين سره داکراين پر کشالې خبري کړي دي

    م.م : بان کی مون دپوتين سره داوکراين پر کشالې خبري کړي دي

    © Sputnik/ Host photo agency/Grigoriy Sisoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4801

    دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون په مسکو کې دروسيي د جمهوررئيس ولاديمېر پوتين سره داوکراين پر روان کړکيچ خبري کړي دي، او ډادئي څرګند کړ چې داوکراين دلانجې په هوارولو کې بايد د منزک موافقه عملي سي.

    «د م.م عمومي منشي او جمهوررئيس پوتين داوکراين دمسئلي پرلارو چارو په تفصيل سره خبري اتري کړي دي. دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې ښکيلي غاړي دحسن نيت له مخي تول هغه تدبيرونه عملي کړي چې دمنزک په پريکړه ليک کې راغلي دي. داد لانجې دسوله یزحل دپاره يو ډير ښه فرصت دي ».
    دامطلب دملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر ورکړی دي. دملګرو ملتونو عمومي منشي او دروسيي مشر په دغه بهير کې دملګرو ملتونو دمشارکت په باب يوبل سره نظرونه تبادله کړل.
    ددې ترڅنګ دخبرواترو په لړ کې دسوريي پر سياسي بهيرهم خبري اتري وشوي،برسيره پردې دسوله ساتو ځواکونو په عملياتو، او دهوا اواقليم په بدلون کې دروسيي پر ګډون خبري وشوي.
    په ملګرو ملتونو ويل کيږي چې ددغه نړيوال سازمان مشر «دبري په شانداره جشن کې دګډون د بلني له امله ِخپل درناوی د مليونونو انسانانو ياد ته چې ځانونه يي قربان کړي دي وړاندي کوي ».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی