په ژوندی پڼه خپرونه
    په مسکو کې اور لوبي

    پر فاشيزم دبري په جشن کې ۲۰ مليونه روسانو ګدون وکړ

    © Sputnik/ Pavel Lisitsyn
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8701

    پر فاشيزم دبري جشن داويايمي کاليزي په وياړپه ټوله روسيه کې د ۶،۵ زره استوګنو سيموڅخه شل مليونو روسانو، برخه اخستی وه .يواځي په مسکوکې په دغه جشن کې درې مليونو کسانو ګډون کړی وو.دامطلب دشنبي په ورځ دروسيي دکورنيو چارو استازې ايلينا اليکسيوا څرګند کړی دي.

    په روسيه کې دستر وطني بري دشاندارې کاليزي دلمانځلو په خاطر ۲۰ مليونونه کسانو برخه اخستی وه» دامطلب دې څرګند کړ.
    دې زياته کړه يواځي په پلازمېنه کې په عمومي جلاجلا غونډوکې ۳ مليونو کسانو برخه اخستي وه. له کالينينګراد څخه تر کامچتکې پورې په ۶،۵ زره استوګنو سيمو کې په ۱۴ زره جشني محلاتو کې ۶،۵ مليونو کسانو ګډون کړی وو.
    په دغو مراسمو کې پوځي پريډ، اور لوبي،په يادګاري څلو، تاريخي ودانيو او دسرتيرو پر قبرونو دګلانودګيډيو ايښودل ترسره شوي دي
    ددغو مراسمو داجرا پروخت عامه نظم ته زيان نه دی رسيدلی.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی