په ژوندی پڼه خپرونه
    Побег

    دعراق له زندان څخه دبندیآنو تيښته «اسلامي دولت» تنظیم کړې وه

    © AP Photo/ Hadi Mizban
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6901

    دعراق د «دياله »ولايت له زندان څخه دبنديانو تيښته ، چې په نيجه کې ۶۰ بنديان او ۱۲ تنه ساتونکې ووژل شول، د «اسلامي دولت»دبسټپالې ترهګرۍ ډلې له خوا پلان شوی وو. او داخبره ځايي چارواکي هم تائيدوي.

    .« اسلامي دولت » دبنديانو په وژلو او خوشي کولوګرم ګڼل کيږي » دامطلب رويټرز اژانس دښاروال له قوله ورکړی دي. دښاروالۍ ودانۍ دزندان تر څنګ پرته ده.
    دولايت دملي امنيت ارګان مرکزمشر جنرال احمد التميم هم همدغه نظر تائيدوي. چې داعمل «اسلامي دولت » ترسره کړی دي.
    تر دې مخکې دهيواد دکورنيو چارو وزارت استازی جنرال سعد معان ویلي و، چې د «دياله» ولايت د «خالص» دمحبس بنديانوترمنځ نښتي رامنځته شوي دي
    چې په دغه وخت کې دزندان ساتونکو مداخله وکړه او بلوا کوونکو هغوي بې وسلي کړه او له زندان څخه په تيښته بريالي شول.
    يو شمير تښتيدلې کسان بيرته ونيول شول. دوی په ترهګرۍ تورن دي.د«خالص» په زندان کې په سلګونه تنه بنديان ساتل کيږي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی