په ژوندی پڼه خپرونه
    خلګ شعار ورکوی مړ دې وي نازيزم

    لويديځ شنونکي: لويديځوال په اوکراين کې نازيزم تقويه کوي

    NewsTeam
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9711

    نړيوال کارپوهان وايي دفاشيزم پرضد دنړيوالی دوهمي جګړې څخه اويا کاله وروسته افراطي ناسيوناليزم دبالتيک دحوزي په هيوادونو او اوکراين کې په ډيره چټکۍ وده کوي.

    «دآيوه ډيره خطر ناکه پديده ده، کله چې اوس، له اويا کالو وروسته، موږ دنئيو نازيزم دسازمانونوفعاليت، په لومړۍ سرکې ددوی موجوديت دبالتيک دحوزي په هيوادونو او اوکراين کې ،چې د نئو نازيزم دسازمان مفکوره او سمبول له ورايه څرګنديږي، وينو، او حمايه کيږي.»- دامطلب د ايلينوی پوهنتون پروفيسور فرانسیس بویل څر ګند کړ.
    له ۱۹۹۸ کال راهیسي هرکال د (مي په ۱۶ نيټه) په ريګا کې د "وافن اس اس" سرتيري او ددوی پلويان په پوځي پريډ(رسم ګذشت) کې ګډون کوي.
    نړيوال خپلواک شنونکی مارک هاکرد د «سپوتنيک» سره په مرکه کې وويل: هغه خلګ چې داډول ايديالوژي تشويقوي ، خامخا بايد دخپل دې فعاليت مسئوليت پر غاړه واخلي.
    ده وويل: هغه څه چې اوس روان دي، دتاسف وړ پديده ده.
    دغه کارپوه زياتوي چې نئونازيزم په اوس وخت کې دلويديځو هيوادونو او خصوصي کسانو له خوا په ملياردونو ډالرود پانګه اچونې له کبله د ودې په حال کې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی