په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین پوځیان په روسیه کی د ۲۰۱۵ کال د پوځی سیالیو په شلو برخو کی ګډون کوی

    د چین پوځیان په روسیه کی د ۲۰۱۵ کال د پوځی سیالیو په شلو برخو کی ګډون کوی

    © Sputnik/ Igor Zarembo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8001

    په روسیه کی د ۲۰۱۵ زیږدیز- لمریز کال د پوځی سیالیو د شلو برخو سربیره چی د چین پوځیان به په کی ګډون ګډون کوی، چینایی پوځیان د « ۲۰۱۵ کال پوځ » په نامه نړیوال پوځی تخنیکی فورم ته هم بلل شوی دی. په دی هکله خبر نن خبریالانو ته د روسیی د دفاع د چارو وزیر مرستیال اناتولی انتونوف ورکړی دی.

    د « ریا نوستی خبری آژانس » د خبرونو له مخی ویل کیږی، چی د چین د پوځیانو سره د نوو همکاریو په برخه کی د تانکونو او د هوایی ځواکونو د نښی ویشتلو پاڼه پرانستل شوی ده، د لومړی ځل لپاره دغه ډول سیالی په تیر کال کی په روسیی کی تر سره شوی. د روسیی د دفاع د چارو مرستیال وزیر اناتولی انتونوف په دی هکله زیاته کړه چی؛ « د تیرو سیالیو پایلو ته په کتو سره چینایی ملګرو منلی چی سږ کال به د پوځی سیالیو په ټولو ۱۹ برخو کی ګډون وکړی».

    مرستیال وزیر په دی هکله هم خبر ورکړ، چی چینایی سیالان د « ۲۰۱۵ کال پوځ » په نامه نړیوال پوځی تخنیکی فورم ته چی د جون په میاشت کی په روسیی کی تر سره کیږی، هم بلل شوی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی