په ژوندی پڼه خپرونه
    د کوریا د خلکو د دموکراتیک جمهوریت د دفاع د چارو وزیر له دی کبله چی د یو پوځی پروګرام پر مهال ویده شوی وو، د اعدام په سزا ورسید

    د کوریا د خلکو د دموکراتیک جمهوریت د دفاع د چارو وزیر له دی کبله چی د یو پوځی پروګرام پر مهال ویده شوی وو، د اعدام په سزا ورسید

    © AFP 2016/ Dong-A Ilbo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6311

    د کوریا د خلکو د دموکراتیک جمهوریت د دفاع د چارو وزیر خین یون چخول له دی کبله چی د یو پوځی پروګرام پر مهال ویده شوی وو او ویی نه شو کولای چی د هیواد د مشر لارښوونی پلی کړی، وطن سره د غداری په تور د اعدام په سزا ورسید. په دی هکله خبر د « رینحاپ » خبری آژانس د جنوبی کوریا د کشف د اداری په حواله ورکړی دی.

    یاد وزیر په پیونگ‌یانگ کی په یوی پوځی ښوونیزی موسسه کی د زینیت په وسله په ډزو وویشتل شو، د جنوبی کوریا د کشفی اداری استازی په سیول کی په دی هکله د یوی خبریزی ناستی پر مهال  خبر ورکړی دی. په دی هکله معلومات د تړلو ورونو تر شا د یوی غونډی پر مهال وکیلانو ته ورکړ شوی دی.

    د اپریل په میاشت کی د جنوبی کوریا کشفی ادارو ته معلومه شوی، چی سږکال  د کوریا د خلکو په دموکراتیک جمهوریت کی ۱۵ تنه لوړ پوړی چارواکی اعدام شوی دی، د ۲۰۱۳ زیږدیز- لمریز کال د دسامبر په میاشت کی د کیم چین ایین تره، چی ډیره موده په هیواد کی د دوهم شخص په توګه پیژندل کیده ، د پوځی بدلون د هڅی په تور اعدام شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی