په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکایانو، روسیی سره د راکټ ضد د دفاعی سیستم په هکله د تړون د لاسلیک کولو اټکل کړی دی

    امریکایانو، روسیی سره د راکټ ضد د دفاعی سیستم په هکله د تړون د لاسلیک کولو اټکل کړی دی

    © Sputnik/ Mikhail Fomichev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5501

    دا هغه تړون دی چی په ۲۰۰۲ زیږدیز – لمریز کال د دغه تړون څخه ووتل او اروپا ته یی مخه کړه.

    د وسلو او نړیوال امنیت په چارو کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالی روز ګیتمیلیر خبر ورکړی، چی واشنګټن تمه لری، چی په نژدی راتلونکی کی د مسکو سره د راکټ ضد او دفاعی سیستم په برخه کی د همکاریو تړون لاسلیک کړی.

    نوموړی د « کمیرسانت » سره د خبرو پر مهال وویل ، هغه څه چی په دی برخه کی مونږ پوری تړلی دی، چی آیا مونږ کولای شو د راکټ ضد دفاعی سیستم په برخه کی سند لاسلیک کړو، فکر کوم چی مونږ یی کولای شو او زیاته یی کړه چی امریکا دا ښوونتیا نه لری چی د راکټ ضد په برخه کی بندیزونه د لوی سیستم پوری پراځ کړی.

    د یادونی وړ ده چی په ۲۰۰۲ زیږدیز — لمریز کال کی امریکا د روسیی سره د راکټ ضد د دفاعی سیستم په هکله د تړون څخه ووتل او اروپا ته یی مخه کړه، د دغه تړون له مخی خواوو کولای شو یواځی یو دا ډول سیستم چی ځای او وخت به هم په کی ښودل شوی وو، جوړ کړی.

    واشنګټن ویلی وو چی په اروپا کی راکټی ضد سیستم د روسیی پرضد نه دی، او د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو اړیکی باید په لوړه کچه کی وساتلی شی.مسکو دغه پلانونه د ګواښه ډک وبلل او د حقوقی ضمانت غوښتونکی شوه خو انکار یی تر لاسه کړ. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی