په ژوندی پڼه خپرونه
    د « آرماته » ټانک به په نوو غښتلو وسلو سمبال شی

    د « آرماته » ټانک به په نوو غښتلو وسلو سمبال شی

    © Sputnik/ Host Photo Agency / Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9201

    د « ارماته » روسیی ټانک چی په ستری هیواد ساتونکی جګړه کی د بری د اویایمی کلیزی د جشن په مراسمو کی ننداری ته وراندی شو، په راتلونکی کی به په نوی۱۵۲ ملی متری توپ سمبال شی. په دی هکله خبر د « ایزویستیا » ورځپانی خپور کړی دی.

    د روسیی د صدراعظم مرستیال دیمیتری راګوزین خبر ورکړی چی؛ « د دغه ټانک لپاره زمونږ سره داسی ټوپ چی د ۱ متر په ډبلوالی وسپنه ویلی کوی، شته او په دی تانک به یی سمبال کړو».

    د یادونی وړ ده چی د مای د میاشتی په ۹ مه نیټه دغه ټانکونه د هغو ۱۵۲ ملی متری توپونو سره چی د روسیی د دفاع وزارت تر لاسه کړی دی، د جشن، د رسم ګذشت په مراسمو کی تیر شول.

    د روسیی د وسله وال پوځ  د نوو وسلو د زر تر زره د آزمایښت او د مډرنولو د اړینتوب په هکله د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی دی.

    په لویدیځ کی رسنیوهم د « آرماته  Т-14 » ډوله ټانک د غښتلو ځانګړتیاوو یاد کړی دی، د جرمنی د «  Stern » رسنی کښلی چی؛ لویدیځو هیوادونو ته په کار ده چی زر تر زره باید په پوځی پلانونو کی روسیی ته ځان ورسوی.

    د فرانسی د « Direct Matin » ورځپاڼه په خپله بریښنا پانی کی په خپله مقاله کی کاږی، چی کارپوهان اوس ټول په دی اند چی دا د زره پوشونو د تخنیک په برخه یوه نوی خبره ده او په نړی کی تر ټولو غښتلی ټانک دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی