په ژوندی پڼه خپرونه

    د روسیی په پلازمینه د مسکو په ښار کې له اسرارو او رازونوڅخه ډک ځای

    © Sputnik/ Dmitry Korobeinikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6401

    د روسیی په پلازمینه د مسکو په ښار کې له اسراروڅخه ډک ځای « پاتریارشی پرودی »

    د روسیی په پلازمینه د مسکو په ښار کې له اسراروڅخه ډک ځای « پاتریارشی پرودی » یا روحانی ډنډونه شمیرل کیږي چې د خلکو د لا زیاتو روایتونو او د « میخاییل بولګاکوف » د ماسټر او مارګریتا د کتاب د اتلانو د کیسو له مخې په دغه نوم شهرت موندلی دي. همدلته د روحانی ډنډونو په څنګ کې د دغه رومان اتل لومړی ځل د «اولاند » په نامه د ډیر محترم سړی په بڼه له شیطان سره مخامخ شو. دغه ځای د «بولګاکوف » د رومان د ټولو لوستونکو ښه په یاد دي او د ټوکې په ډول هغه تابلو دلته د ټولو د خندا سبب ګرځي چې په هغه کې لیکل شوی: « له نا اشنا وګړو سره دلته غږیدل منع دي ». که په افسانو باور وکړو خو له « بولګاکوف » نه هم د مخه د(تیارو پاچا) دلته لیدل شوی و. پخوا د روحانی ډنډونو پر ځای هغه خنډقونه موجود وو چې هلته بزګران د څارویو ګلې د څریدلو له پاره راوستل. دلته شپانه کله کله یوه ستره توره وزه لیدله ، او کله چې دغه وزه څارویو ته نیږدي کیده د هغوی شیدې ورکیدې.

    که دغه وزه د کوم چا د کور انګړ ته داخلیده نو ددغه کور یوي اوسیدونکې هرو مرو به مړ کیده. بزګرانو فکر کاوه چې شیطان د وزه په څیره کې دوی ته څرګندیږي. هغوی د اورتودوکس کلیسا له لوی روحانی مشر څه د دې غوښتنه وکړه چي له دوی سره مرسته وکړي. د روحانی مشر له دعاوو نه وروسته دغه وزه نور هیڅکله ونه لیدل شوه. له همدغې پیښې نه یې وروسته دغو ډنډونو ته چې د خنډقونو پر ځای جوړ شوی و د روحاني ډنډونو نوم ورکړای شو. خو په تاریخی سوندونو کې د شیطانی قواو په هکله کوم څه ندې ویل شوی ، د دې پر ځای پدغو لاسوندونو کې د ۱۷ مې پیړۍ په پیل کې د وزې د خنډقونو پر غاړه د روسیی د روحانیونوله پاره د استوګنځي د جوړولو په هکله لیکل شوی دي.

    په ۱۶۸۳ کال کې روحانی مشر « یو اکیم » امر وکړچې د کلیسا د پخلنځي د اړتیاو له پاره دلته د کبانو د روزولودرې د اوبو ډنډونه جوړ کړای شي.پدې توګه روحاني ډنډونو را پیدا شول. د وخت په تیریدو د دغو ډنډونو موجودیت هیر کړای شو ، خو یواځې په ۱۹ مه پیړۍ کې دغه ډنډونه بیا د خلکو را په یاد شول.

    له دغو ډندونو دوه یې چې اوس په خنډق بدل شوی و ، ډک کړای شو او یو بل پاتې ډنډ پاک کړای شو او په چاپیر کې یې یو ډیر ښکلې پارک جوړ کړای شو. سره له دې چې یواځې یو ډنډ پاتې شو خو مسکویان د عادت له مخي هغه د جمع په حالت ، د روحانی ډنډونو په نامه یادول. نن د دغو ډنډونو په څنګ کې استوګڼیز سیمه هم جوړ شوی دي. د دغو روحانی ډنډونو جادویی ښکلا د زیاتو هنرمندانو ، شاعرانو ، لیکوالو او انځورګرانو لیوالتیا را پارولې و. روسی پیاوړې لطیفه لیکونکې « ایوان کریلوف » پدغو ځایونو کې له چکر وهلو سره زیاته مینه لرله. د دوو پیړیو په تیریدو د لیکوال د اثارو د مینه والو له خوا همدلته د ده یو داسې مجسمه جوړ کړای شو چې په هغه کې لیکوال د خپلو اثارو د اتلانو په منځ کې ناست دي. دغه ډنډ د ژمې په موسم کې کنګل کیده او مسکویان هلته د سکیټ لوبې کولی.

    ستر روسی لیکوال « لیف تولستوی » هم دلته څو ځله له خپلو اولادونو سره د ژمې په موسم کې د لوبو د کولو په وخت کې لیدل شوی و. خو« الکسی تولستوی » د اوړۍ په موسم کې دلته له استراحت کولو سره لیوالتیا ښودله او د بلبلو له غږونو څخه یې خوند اخیستله. خوبیا یې هم د مسکو د زیاتو اوسیدونکو له پآره دغه ځای تر هر څه لومړۍ د « میخاییل بولګاکوف» له نامه سره تړلۍ دي.لیکوال دغه ډنډ ته نیږدې د « بولشایه — سادووایا »په کوڅّه د لسم کور په پنځوسم اپارتمان کې اوسیده. د «ماسټراو مارګریتا» په رومان کې هم شیطان او مقدس روح همدلته په دغه اپارتمان کې اوسیدل.

    د «بولګاکوف» د کتاب له خپریدو نه یې وروسته په ۱۹۷۰ مو کلونو د « «بولشایا — سادووایا » په کوڅه کې دغه «بد اپارتمان » د خلکو د زیارت کولو ځای وګرځیده. د کور په دیوالونو کي د انځورګرۍ او ګرافیټی داسې رسمونه پیدا شو چې په هغه کې لیکوال او د ده د اثر اتلانوپه کې انځور شوی دي. که څه هم دغو انځورونو مينځل کیده خو بیا يې هم له سره پیدا کیده. بالاخره دغه ګرافیټی انځورونه د « سادووایا » د سړک د هنری فضا یوه برخه شوه. په ۲۰۰۷ کال کې په دغه ۵۰ نمبر « بد اپارتمان » کې د بولګاکوف د اثارو موزیم پرانیستل شو.

    څو کاله پخوا د روحانی ډنډونو په سیمه کې د لیکوال د مجسمې د جوړولو وړاندیز وشو خو دغه وړاندیز د ده دمینه والو او د سیمې د اوسیدونکو له خوا ونه منل شو. په ۲۰۰۳کال کې په روحانی ډنډونو کې د ترمیم کاری چارې سرته ورسیده ، ډنډ له چټلیو څخه پاک کړای شو د ډنډ په چاپیر کې نیالګی کینول شول او د پلیو لاره هواره کړای شو. د ژمي په وخت کې دغه ډنډ کنګلی کیږي او د لسګونو پخوانیو کالونوپه څیر دلته زیات خلک راټولیږي او د اوړي په موسم کې هم په پارک کې زیاته وګړې د استراحت په حال کې لیدل کیږي داسې ویل کیږې چې کله کله د لمر لویدو په وخت کې دلته یو داسې سړي لیدل کیږي چې د پخوانیو وختونوکالۍ اغوستی دي. د « بولګاکوف » د اثارو مینه وال خبرداری ورکوی چې دغه عجیب سړی ته مه ورنیږدې کیږې او د ده سره خبری مه کوی. د دوی په اند روحانی ډنډ هغه ځای نه دی چې له نا اشنا وګړو سره هلته خبری وشی….

    اړیکه ټینګوونکی:

    ولادیمیر پوتین: د ځینو هیوادونو د هغه واندیز له کبله چی له مخی به یی د « ساده » نشه یی توکو کارولو ته اجازه ورکړل شی، روسیه اندیښمنه ده
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی