په ژوندی پڼه خپرونه

    «لېبیدینایه اوزېرا »یا د قو ډنډ په نامه اثر ۱۲۰ کلن شوه

    © Sputnik/ Alexei Danichev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 423 0 0

    د قو ډنډ په نامه د نامتو اثر چې ستر موسیقی پوه «پیتر چایکوفسکی »لیکلی دي ۱۲۰مه کالیزه ولمانځل شوه

    . د دغه اثر کلاسیک نسخه دبالت نڅا د ځلاند استاد «ماریوس ـ پېتیپا» لخوا په ۱۸۹۵م کال د مارینسکی تیاتر په صحنه کې نندارې ته وړاندې شوه. د بالت د دغه نامتو اثر نندارې پخوا له یو لړ ناکامیو و سره مخامخ شوی وی ، خو د مارینسکی تیاتر د دغه اثر پر مخ پراخه لاره پرانیسیتله او د هغې افسانوی تاریخ له همه دغه تیاتر نه پیل شو.
    داسې ښکاریده چې دغه هنری شاهکار تل هماهنګه موسیقی ، ښکلۍ کالۍ او تیاتری طرحې درلودې ، خو په ۱۸۷۷م کال د مسکو په بولشوی تیاتر کې د لومړنۍ کنسرت په وخت کې د «واسله ـ رایزینګر » جوړ کړی عنعنوی ننداره په حقیقت کې له ناکامی سره مخامخ شوه. په دغه ننداره کې« نامتو روسی » روح نه لیدل کیده ، همدارنګه هلته د« قو» په بڼه د ابدی معنویت نښان هم نه وو. د دې ټولو پر ځای د قو په کالیو د بالت نڅا څو کسیزه ډله خپل کاغذی وزرونه په داسې شکل ښورول چې د ټولو د خندا سبب کیدل. داسې د خندا وړ ننداره نن یواځې په کمیدی تقلید کې لیدل کیږي.
    په مسکو کې د بالت په لومړنی ننداره کې بیخی بل ډول موضوع وښودل شو او دغې نندارې نیکمرغه پایله نه درلوده. په دغه ننداره کې شاهزاده «زیکفرد» ونشو کولای چې د قو په بڼه- «پیغله» د ظالم جادوګر له لاسه وژغوري.هلته مینه د جهیل په څپو کې ډوبه شوه او نندارچیانو په ډیره مایوسی تیاتر پریښود.
    د ‍۱۸ کلونو په تیریدو پریکړه وشوه چې دغه ننداره د پیتربورګ په ماریینسکی تیاتر کې له سره وښودل شي. د دغې نندارې لیکونکې «ماریوس پېتیپا او لیف ایوانوف » په نړیوال کلاسیک هنر کې زیات شهرت وموند.
    د یادلو وړ ده چې له« تورې قو» سره د نامتو صحنې د جوړولو مفکوره «ایوانوف» وړاندې کړه ، وروسته « پېتیپا» د« سپینې قو» د صحنې د جوړولو وړاندیز وکړ.
    د ماریینسکی تیاتر د موسیقی د نوټونو د فوند ریسه «مارییا شیرباکووا » وایي: داسې ښکاري چې د «قو ډنډ » ننداره د بالټ یوه معمولي ننداره ده چې هلته هیڅ کوم خاص څه نشته. یوازې جادو ، کوډګر او مینه….خو د «چایکوفسکي» موسیقی چې کله غمجنه، کله خوشالوونکې او کله کله حتاـ یو وژونکې ګواښ هم لري یوه عادي او معمولي داستان ته له احساساتو او انرژی ډکه بڼه ورکړه.
    د پاملرنې وړ یو بل تاریخي واقعیت هم شته ، هغه دا چې ایټالوی بالټ نڅا ګرې «پیرینا لینیانی »د پیتربورګ نندارې د لومړنۍ کنسرت په وخت کې د «فوییتا» حرکات چې د بالټ د نڅا له حرکاتو څخه ګڼل کيږي ، په داسې غیر عادی او فوق العاده بڼه ۳۲ ځله اجرا کړه چې د خلکو احساسات یې راوپاراوه.
    تر« لینیانی » د مخه هیچا داسې حرکات نه و اجرا کړی. د بالټ نڅاګره « تماراـ کراساوینا »چې هغه وخت د تیاتر په ښوونځي کې زده کړې کوله پخپله خاطراتو کې داسې لیکي:
    موږ څرخیدلو او نڅاوې مو کولو. په خوړنځۍ ، په دهلیزونو د خوب په کوټو…لنډه دا چې په ټولو ځایونو کې موږ څرخیدلو.موږ لوییدلو ، خپل تعادل مو له لاسه ورکولو خو بیایې هم څرخیدلو.
    د « پیریني » د بالت د نڅا بوټونه د سانکت پیتربورګ د موسیقی او هنر په موزیم کې د ډیر قیمتي اثر په توګه ساتل کيږي.له همدغو بوټونو څخه د اروپا د تیاترونوپه صحنو کې «د قو ډنډ » د اثر له برمه ډک لاریون پیل شو.
    په اوسني وخت کې چینایی ، هندي او حتا افریقایی« د قو ډنډونه » نندارې ته وړاندې شوی او نارینه و هم د« قو» نڅا زده کړی ده.
    معمولا دحقیقی شاهکارون په څیر ، دغه افسانوی اثر هم کله کله حتا د سرکس په ډیرو مسخرو نندارو کې هم بدل شوی دي. خو د دې ټولو سره سره هغه وخت چې د مارینسکی په تیاتر کې د « قو ډنډ » ننداره ښودل کیږي په تیاتر کې تش ځایونه نه پاتې کیږي.
    په بهرنیو هیوادونوکې هم خبره همداسې ده….

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی