په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیی نوی ستره اټمی بیړی چی الوتکی لیږدوی، جوړه کړی ده

    IHS Jane’s : روسیی نوی ستره اټمی بیړی چی الوتکی لیږدوی، جوړه کړی ده

    © Sputnik/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 187 0 0

    د « کریلوفسکی دولتی څیړنیز مرکز» د ډیرو پوځی دندو تر سره کوونکی ستری « 23000Е » اټمی بیړی د طرحی د جوړولو کار سرته ورساوه. په دی هکله خبر پوځی څیړنیز مرکز لخوا « IHS Jane’s » ته ورکړ شوی دی.

    د دغه مرکز مرستیال ریس ولادیمیر پلیاکوف د « IHS Jane's » رسنی ته ویلی؛ چی د « Project 23000E Storm » ماډل بیړی به په نړیوال پوځی او سمندریزصالون کی چی سږ کال د جولای په میاشت کی په پیتر بورګ کی جوړیږی، ننداری ته وړاندی شی.

    د دغی بیړی اوږدوالی ۳۳۰ متره، پراخوالی ۴۰ متره، د سمندر په اوبو کی د دغی بیړی ګړندیتوب تر (۳۰) (۵۰ کیلومتر)  میلو پوری په یو ساعت رسیږی. د غه بیړی د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پوری تنه پوځی عمله لیږدولی شی، د سمندر په څپو کی کولای شی د ۶- ۷ درجو کی پوځی مهاربوی دندی تر سره کړی.

    د یادی پوځی بیړی په هوایی برخه کی به د ۸۰ څخه تر ۹۰ الوتکی ، د جټ (Т-50 ПАКФА او МиГ-29К) ډوله الوتکو سربیره د رادار سیستم چی په لری واټن کی چورلکی موندلی او اداره کولای شی، هم ځای بر ځای شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی