په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنی: په عراق کی د « اسلامی دولت» د ډلی تروریستانو یو خبریال وواژه

    رسنی: په عراق کی د « اسلامی دولت» د ډلی تروریستانو یو خبریال وواژه

    © AP Photo/ Militant Website, File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    د « اسلامی دولت » د ډلی تروریستانو لس تنه نور خبریالان چی د ساتلو ځای یی څرګند نه دی، نیولی دی. په دی هکله خبر د کوردستان د خبریالانو د کمیټی مشر ورکړی دی.

    د « اسلامی دولت » د ډلی تروریستانو یو خبریال وروسته له هغی وواژه، چی دوی ته یی د وفاداری قسم ونه کړ. د « Press TV » د خبر له مخی ویل کیږی، چی ترهګرو د عراق په شمال کی د موصل په ښار کی تجربه لرونکی خبریال فریس البحری وژلی دی.

    تروریستانو د خبریال څخه غوښتنه وکړه چی دوی ته د وفاداری قسم پر ځای کړی خو نوموړی انکار وکړ.

    تروریستانو دغه خبریال دری اونی مخکی نیولی وو.

    د یادونی وړ ده چی ۱۰ تنه نور خبریالان هم د تروریستانو سره بندیان دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی