په ژوندی پڼه خپرونه
    اسلامی دولت

    په عراق کی د « اسلامی دولت » یو چیچنیایی مشر وژل شوی دی

    © Sputnik/ Artur Gabdrahimov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 100 0 0

    په عراق کی د « اسلامی دولت » د ډلی د چیچنایی مشرانو څخه یو مشر، چی اسلان سیګواری ( په روسیه کی سلمان وارییف ) نومید، وژل شوی دی. په روسیه کی نوموړی د مسکو د دولتی پوهنتون د چاودولو په هڅو تورن وو.

    په خانګړو ځواکونو کی د سرچینی په حواله خبر کی ویل کیږی، چی سیګوری په عراق کی یوه میاشت مخکی وژل شوی وو خو د دغی پیښی د ریښتینولی په هکله او د هغه د مړی د انځورونو په هکله اوپراتیفی ځواکونو اوس اسناد تر لاسه کړی دی. اسلان په هغو پوځی بریدونو کی چی د ۲۰۱۵ زیږدیز — لمریز کال د اپریل په میاشت کی د عراق د بایدجی د نفتو په فابریکه کی تر سره شوی وو، د مشرانو د ډلی څخه وو.

    د استخباراتی ادارو په حواله ویل کیږی، چی سیګوری د « اسلامی دولت » د ډلی سره د ۲۰۱۲ زیږدیز- لمریز کال په وروستیو او د ۲۰۱۳ کال په لومړیو میاشو کی یو ځای شوی وو، چی بیا د یادی ډلی لوړو پوړونو ته ورسید. د مرک نه مخکی د اسلامی د ولت د هغو قوماندانانو څخه وو، چی په عراق کی د پوځی عملیاتو مشری په غاړه درلوده. سرچینی زیاته کړه « سیګوری د چیچنیایانو د جملی څخه د « اسلامی دولت » د ډلی په لیکو کی یو تر ټولو پیژندل شوی قوماندان وو».

    اړیکه ټینګوونکی:

    رسنی: په عراق کی د « اسلامی دولت» د ډلی تروریستانو یو خبریال وواژه
    پنتاګون منلی، چی امریکا په سوریی کی د « اسلامی دولت » د ډلی پر ضد عملیات تر سره کړی دی
    د امریکا ځانګړو پوځی قطعاتو د سوریی په خاوره کی ځانګړی پوځی عملیات د « اسلامی دولت » د ډلی د جنګیالیو د له منځه وړلو په موخه تر سره کړل
    زده کړیالی په جورج بوش د « اسلامی دولت » د جوړولو تور ولکاوه
    د عراق د دفاع د چارو وزیر د « اسلامی دولت » د ډلی د دوهم شخص د وژل کیدو خبر ورکړی دی
    د « اسلامی دولت » فعالیدل په عراق کی د امریکا د مداخلی پایله ده
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی