په ژوندی پڼه خپرونه
    اسراییل د امریکا څخه د کره نښی ویشتونکی بمونه تر لاسه کوی

    اسراییل د امریکا څخه د کره نښی ویشتونکی بمونه تر لاسه کوی

    © Photo/ Public domain
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 105 0 0

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دی اونی کی اسراییل ته د کره نښی ویشتونکو بمونو د پلورولو پریکړه چی ۱،۸۷ ملیارده ډالره ارزښت لری، ومنله.

    د « ریټر » خبری آژانس د چهارشنبی په ورځ د مای د میاشتی په ۲۰ مه نیټه خبر ورکړی، چی له دی سره امریکا غواړی ښکاره کړی، چی د امنیت په برخه کی د اسراییل سره یی همکاری پراخه کیږی.

    د پنتاګون آژانس، چی په بهرنیو هیوادونو کی پر وسلو د کنترول چاری په غاړه لری، وکیلانو ته یی په دی هکله د سی شنبی په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړی ده، چی په دغو صادرونکو شرکتونو کی د (Boeing Co, Lockheed Martin Corp, General Dynamics Corp  او  Raytheon Co) شامل دی.

    آژانس په همدی ډول خبر ورکړی چی اسراییل غوښتنه کړی وه، چی د « Boeing » د شرکت وسلی او توغندی هم ورته ورکړل شی.

    د امریکا د خلکو استازی ، وکیلان کولای شی د ۱۵ ورځو په اوږدو کی دغه تړون بند کړی خو په امریکا کی دا ډول پیښی ډیری لږی په سترګو شوی دی، د دا ډول تړونو په هکله مخکی له دی چی د امریکا کانګریس پریکړه وکړی، پنتاګون هر وخت له مخکی له مخکی کانګرس ته خبر ورکوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی