په ژوندی پڼه خپرونه
    د ملګرو ملتونه: « اسلامی دولت » په سوریی کی د ښځو سوداګیری په کار اچولی ده

    د ملګرو ملتونه: « اسلامی دولت » په سوریی کی د ښځو سوداګیری په کار اچولی ده

    © Flickr/ DFID
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 107 0 0

    د « اسلامی دولت » د تروریستی ډلی غړو د دوی لخوا د سوریی په نیول شوو سیمو کی د ښځو د سوداګیری لړی په لاره اچولی ده. په دی هکله په سوریی کی د شخړو پر مهال د جنسی تیریو په برخه کی د ملګرو ملتونو د سر منشی ځانګړی استازی زینب بانګورا په راپور کی خبر ورکړل شوی دی.

    د « هما » پرس آژانس د ځانګړی استازی په حواله خبر ورکوی، چی په وروستیو کی د « اسلامی دولت » د ډلی د غړو لخوا د ظلمونو کچه نوی پوړ ته لوړه شوی ده، په یاده برخه کی اړیکو سوداګریزه بڼه غوره کړی ده.

    زینب بانګورا وایی؛ چی ښځو ته سپکاوی د دغی ایډیالوژی د بنسټیزو ټکو څخه دی.

     د بیلګی په توګه زینب بانګورا په « راکه » او « کودا » کی د جنسی سوداګری د بازارونو، په کومو کی چی ښکلی پیغلی پلورلو ته وړاندی کیږی، د ډیریدو خبره وکړه.

    د پام وړ ده، چی په دغو بازارونو کی د دغی ډلی لخوا په نیول شوو سیمو کی د یزیدانو، عیسوی مذهبو، تورکمنانی او شعیه ښځی چی د لږکیو د جملی څخه دی، پلورل کیږی.

    زینب بانګورا زیاته کړه؛« د یوی مرکی پر مهال ما واوریدل چی يوه ۲۲ کلنه پیغله ۲۲ ځلی خرڅه شوی ده».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی