په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان د سعودی عربستان سره د اټمی وسلی په تړاو د پټ تړون خبری رد کړی

    پاکستان د سعودی عربستان سره د اټمی وسلی په تړاو د پټ تړون خبری رد کړی

    © United States Department of Energy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 122 0 0

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د لویدیځ په رسنیو کی د سعودی عربستان سره د اټمی وسلی په تړاو د اسلام آباد او ریاض تر منځ د پټ تړون په هکله خبری رد کړی دی.

    د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت رسمی استازی قاضی خلیل الله په دی هکله وویل،« چی زمونږ د هیوادونو تر مینځ هیځ کله هم د اټمی وسلو او یا هم اړونده تخنیک د ورکړی په هکله هیڅ ډول پټ تړون لاسلیک شوی نه دی».

    « پاکستان خپله اټمی وسله یواځی د خپل دفاعی او امنیتی چارو د کچی د لوړوالی په موخه او په همدی ډول په ټیټه کچه د اټمی وسلو د ساتلو په برخه کی کاروی»، نوموړی زیاته کړه؛ « د اټمی وسلی د لرونکی ځواکمن هیواد په توګه په ډیره ښه توګه مونږ خپل مسوولیت پیژنو».

    له دی مخکی د « Sunday Times » ورځپاڼی یوه لیکنه خپره کړی وه چی په کی د اټمی وسلی په تړاو د اسلام آباد او ریاض تر منځ د پټ تړون په هکله خبری شوی وی، چی ګواګی د اړتیا پر مهال پاکستان به ځینی خپل آټمی توغندی او اړین تخنیک سعودی عربستان ته د سعودی عربستان د نفتو په بدل کی ورکوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی