په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون د امریکا دهوایی ځواکونو د بمباریو پرمهال په سوریی کی د کوچنیانو وژل منلی دی

    پنتاګون د امریکا دهوایی ځواکونو د بمباریو پرمهال په سوریی کی د کوچنیانو وژل منلی دی

    © AP Photo/ Hani Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 106 0 0

    د امریکا د متحده ایلاتو د هوایی ځواکونو مرکزی قوماندانی منلی، چی د ۲۰۱۴ ز- ل کال د نوامبر په میاشت کی د امریکا د هوایی ځواکونو د بمباریو په پایله کی د سوریی په خاوره کی دوه ماشومان وژل شوی دی. جنرال دژیمس تیری، چی په عراق کی د « اسلامی دولت » پرضد د پنتاګون د پوځی ځواکونو او د هوایی بمباریو مسوول دی، په دی هکله خبر ورکړی دی.

    په خبر کی ویل کیږی، چی دغه کوچنیان د نوامبر د میاشتی په ۵ او یا په ۶ مه نیټه د « حارم » په ښار د « خراسان » د ترهګری ډلی پر ضد د هوایی بمباریو پرمهال وژل شوی دی. د « ریا نووستی » خبری آژانس د جنرال دژیمس تیری له قوله خبر ورکوی؛ چی « مونږ د کوچنیانو د وژل کیدو له کبله خواشینی یو ». دا په داسی حال کی چی امریکایی پوځیانو د هوایی بمباریو څخه مخکی د کره څیړنو خبر ورکړی وو او ویلی وو چی دغه بمباری یواځی پوځی بڼه لری.

    د یادولو وړ ده چی امریکا د تیر کال د افګست د میاشتی را په دیخوا د « اسلامی دولت » د ډلی په اډو، چی د سوریی او عراق ډیری سیمی یی نیولی دی، هوایی بمباری پیل کړی دی. د سوریی په خاوره کی دغه عملیات د دی هیواد دچارواکو د اجازی پرته تر سره کیږی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی