په ژوندی پڼه خپرونه
    В тени деревьев на Патриарших прудах

    د روسیي د ځوانانو د اوړی کمپونه

    © Sputnik/ Dmitry Korobeinikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    په روسیه کې د محصلینو د آزموینې پړاو رانیږدې کیږي ، خو له ازموینې نه وروسته ډیر انتظار کیدونکې د اوړۍ د رخصتیو وخت هم رارسیږي . د « روس مولادیوژ» په نامه د ځوانانو فدرالی اژانس د «سلېګیر »د کالنۍ غونډې له جوړولو سره موافقه ونکړه .

    په روسیه کې د محصلینو د آزموینې پړاو رانیږدې کیږي ، خو له ازموینې نه وروسته ډیر انتظار کیدونکې د اوړۍ د رخصتیو وخت هم رارسیږي.
    د « روس مولادیوژ» په نامه د ځوانانو فدرالی اژانس د «سلېګیر »د کالنۍ غونډې له جوړولو سره موافقه ونکړه. دغه غونډه له ۲۰۰۵م کال څخه راپدیخوا هر کال د تویرسکې په ایالت کې جوړیږي چې تر«۳۴»زرو نه هم زیات ځوانان په کې ګډون کوي.
    د هغې پر ځای پدغه کال به په مختلفو سیمو او په نورو ډګرونو کې رنګارنګ فعالیتونو ته لاس واچول شي. دغه فعالیتونه د دغه اصل له مخې سرته ورسیږي:
    په مختلفو ځایونو کې دوه ځله زیات او ښه کمپونه.
    په سخالین او د کوریلسکی په ټاپوګانو کې د « روس مولادیوژ » فدرالی اژانس د روسیي له ټولنیز مجلس سره یو ځای د « اوستروا » یا ټاپو په نامه د ټول روسیي د سرتاسری غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ.
    د کوریلسکې په ټاپو کې د ځوانانو د کمپونو تر ټولو عمده موضوع به د لیرې ختیز پرمختګ او همدارنګه د اقتصاد او تجارت موضوع ګانې وي.
    باید وویل شي چې همدا اوس ډیر زیات نامتو پوهانو او ټولنیز شخصیتونه له دغو غوندو سره چې په ډیر غیر عادی ځایونوکي جوړیږي خپل لیوالتیا ښودلې او د لکچر ورکوونکو په توګه د خپل ګډون په اړه هم خبر ورکړی دي.
    خو بیا هم باید داسې فکر ونشي چې ځوانانو به پدغو د اوړۍ په کمپونوکې یوازې د جدی کارونو پر سرته رسولو بوخت وي. دوی به هلته سندرې ووایي ، نڅاوی به وکړي ، د دوستی ماښامونه او میلمستیاوې به جوړ کړي او که له کوم چا سره بخت ملکرتیا وکړي نو هغوی به هلته نوی ملګرې او حتی خپلې مینې هم پیدا کولای شي.
    د روسیي د ټولنیز مجلس د ځوانانو له ابتکاراتو څخه د ملاتړ د کمیټې غړي «سانګادجی ـ تارباییف» وویل: د کوریلسکی په ټاپو کې د اوړۍ کمپونه به همدارنګه نړیوالو همکاریو ته هم متوجه وي. تارباییف زیاتوي:
    دغه غونډه به نړیواله بڼه ولري او د روسیي پر ځوانونو سربیره هلته بهرنۍ محصلین او د بهرنیو هیوادونو استازې هم برخه واخلي.«سانګاد جی»زیاتوی: موږ د روسیي په تولنیز مجلس کې د داسې اقداماتو د سرته رسولو په هکله هم کار کوو چې موخه یې د پخواني شوروی اتحاد او د روسیي د لوړو ښوونیزو موسسو د فارغانو د نړیوال انجمن جوړول دي زه فکر کوم چې په دغو لورو کې هم موږ همکاری ته چمتو یو.
    د روسیي د ځوانانو د فدرالی اژانس استازې له سپوتنیک راډیو سره په مرکه کې وویل موږ به دیته زیات خوشحاله شو که د جاپان ، چین او کوریا ځوانانو هم د روسیي په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی