په ژوندی پڼه خپرونه
    په هند کی د تودوخی د لوړی درجی له کبله تر ۳۰۰ تنو ډیر خلک مړه شوی دی

    په هند کی د تودوخی د لوړی درجی له کبله تر ۳۰۰ تنو ډیر خلک مړه شوی دی

    © AP Photo/ Aaron Favila
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 99 0 0

    د هند د اندرا پردیش او تیلینګانا په ایالتونو کی د ډیری سختی ګرمی له کبله تر دی دمه ۳۵۵ تنه مړه شوی دی. په دی هکله خبر د « ریا نووستی » خبری آژانس د ځایی رسنیو په حواله ورکړی دی.

    د هوا د حالاتو د پرژندنی اداری د راپور له مخی ویل کیږی، چی د دغو زیانمنو ایالاتونو چارواکو د خلکو غوښتنه کړی چی هڅه وکړی د احتیاط څخه کار واخلی او د خپلو کورونو څخه باندی ونه وځی. لا تر اوسه د تودوځی لوړه درجه د سانتی ګرید په کچه ۴۸ درجی ثبت شوی ده.

    د هند په ډیرو سیمو کی په دی موسم کی د تودوخی ۴۰ درجه، عادی درجه ګڼل کیږی، چی په پایله کی ځینو سیمو ته په کتو سره د مارچ د میاشتی څخه تر جون میاشت پوری وچکالی او بیا وروسته د بارانونو موسم پیلیږی.

    د ویلو وړ ده، چی په هند کی د اپریل او مای میاشتی تر ټولو تودی میاشتی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی