په ژوندی پڼه خپرونه
    په سوریی کی پوځی چورلکه غورځیدلی ده

    په سوریی کی پوځی چورلکه غورځیدلی ده

    © Photo/ «Russian Helicopters»
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 96 0 0

    د سوریی په شمالی کی د الیپا د ولایت د « کویروس » هوايی ډګر ته نژی سیمه کی د سوریی د وسله وال پوځ یوه چورلکه غورځیدلی ده. د « ریا نوستی » خبری آژانس په دی هکله د یوی پوځی سرچینی په حواله خبر ورکړی دی.

    سرچینی ویلی؛« هو، چورلکه غورځیدلی ده، د رارسیدلو معلوماتو له مخی د چورلکی عمله له منځه تللی ده، د چورلکی د غورځیدو د لامل په اړه هیڅ څه هم ویلی نه شم».

    له دی مخکی د سوریی ملی ټلویزیون خبر ورکړی وو، چی دغه چورلکه د الوتنی پر مهال د تخنیکی ستونزی له کبله غورځیدلی ده. خو د اپوزیسیون له خوا ویل کیږی، چی دغه چورلکه د « اسلامی دولت » د ډلی جنګیالیو لخوا ویشتل شوی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی