په ژوندی پڼه خپرونه
    Прохожие на Кузнецком мосту в Москве

    کوزنیڅکي موست یا د «اهنګرانو پل »د پلازمینې ډیره مدرنه کوڅه

    © Sputnik/ Vladimir Astapkovich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    کوزنیڅکی موست یا « د اهنګرانو پل » د مسکو یوه ډیر قدیمی کوڅه ده چې د پلازمینې په مرکزی برخه کې موقعیت لري

    . پنځه پیړۍ پخوا هلته اهنګرانو ژوند کاوه. د دغي کوڅې په څنګ کې د « نیګلینایا» سیند بهیده چې دهغه له پاسه اهنګرانو له لرګیو څخه یو پل جوړ کړې وو. وروسته هلته موجوده کوڅه هم د »کوزنیڅکي موست» په نامه ونومول شوه.
    د وخت په تیریدو په دغه کوڅه کې د اهنګرانو د کورونو ځای اشرافی کورونه ونیو. کوچنۍ سیند تر ځمکې لاندي پټ ،او پل هم ویجاړ کړای شو.نورهلته نه اهنګرانو او نه هم پل پاتې نشو. خو د دغې کوڅې پخوانی نوم د تل لپاره ساتل شوې دي.
    د ۱۸مې پیړۍ په پای کې د «کوزنیڅکی موست » په کوڅه کې د فرانسوی سوداګرو کورنیو ځای ونیو. هغوی په دغه کوڅه کې ډیر زیات شمیر دوکانونه او مغازو پرانیستلي. دغو سوداګرو چې له پاریس سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلې وې د مسکویانو له پاره ښه جنسیت لرونکی خو ډیر قیمتی فرانسوی کالۍ چمتو کول.
    د روسیی او فرانسې د جګړې په وخت کې د دغو سوداګرو کار چې تر دي وخته ډیر تود و ، یو څه خراب شو. په«۱۸۱۲ م» کال هغه وخت چې ناپلیون پر روسیه یرغل وکړ او مسکو د ده د پوځونو له خوا ونیول شو د ښار زیاته برخه د اور له کبله ویجاړه شوه.
    خو« کوزنیڅکی موست » کوڅې ته هیڅ تاوان ونه رسید. فرانسوی پوځیانو د خپلو هیوادوالو کورونه ویجاړ نه کړل. بر عکس هغوی له دوی سره د اور په وژلو کې هم مرسته وکړه. له جګړې نه وروسته د فرانسوی سوداګرو دوکانونه له سره پرانیستل شو.
    د ۱۸۲۶م کال د مسکو د سیلاني لارښود په کتاب کې داسې لیکل شوی و:« کوزنیڅکی موست د دوکانونو او مغازو لړۍ ده چې هلته ډیر ګران او قیمتی شیان پلورل کیږي ». خو د روسیي د موډ پالو ښځو له پاره دغه جمله چې « په کوزنیڅکی موست کي رانیول شوی » هر شی ته خاصه ښکلا ورکوله ،او ډیر ارزښت درلود
    د فرانسوی مغازو زیاتوالې او تنوع حیرانوونکې و. له کالیو نه نیولې د کور تر موبل هلته هر څه پیدا کیدل. د پلازمینې دغه ډیره مدرنه کوڅه له تخنیکی بریاو نه هم بی خبر نه پاتې کیده.
    په «۱۸۶۵م» کال په دغه کوڅه کې لومړي ځل ګازی ډیوې ودرول شوی چې په« ۱۸۸۶م» کال د هغوی ځای برقی څراغونه ونیوه. په «۱۸۸۲م» کال د مسکو د ټیلیفون لومړني مرکز همدلته پرانیستل شو. په دغه مرکز کې کار کول ډیر حیثیت لرونکې و او د کارکوونکې اعتبار یې لوړاوه. باید وویل شي چې دلته ډیر ښه معاش هم ورکول کیده. خو د پرسونل غوره کول ډیر سخت شرطونه لرل. یوازې د لوړو زده کړو ځوانو پیغلو چې په بهرنیو ژبو روان غږیدلې شوې د ټیلفونچي په ډول هلته کار کولی شوای.
    د « ۱۹۱۷م » کال له انقلاب نه وروسته په «کوزنیڅکی موست »کې ډیر زیات شمیر مغازې او دوکانونه وتړل شو او فرانسوی سوداګرو هم خپل وطن ستنیدو ته اړ کړای شول. په هیواد کې کورني جګړه روانه وه ، په دغه حالت کې خلک د موډ او فیشن په فکر کې نه وو.
    یوازې د «۱۹۲۰مو » کلونو په پیل کي په خلکو کې د تیرو وختو ته بیا د راستنیدو هیلې راپیدا شوی. هغه وخت د« ولادیمیرـ لینین» حکومت نوی اقتصادی سیاست اعلان کړه ، او خصوصی سوداګری ته قانونی بڼه ورکړه.
    په « کوزنیڅکی موست » کې بیا د دوکانونو او مغازو لړۍ راپیدا شوي. خلکو پر دې باور شو چې تیرو وختونو ته بیا راستنیږي. خو د هغوی دغه باور سم ثابت نشو.
    په «۱۹۳۱م» کال د شوروی دولت له خوا بیا پر خصوصی سوداګرۍ بندیز ولګول شو ، او په « کوزنیڅکي موست » کې ټول دوکانونه ملی اعلان شوی او د هغوی ځای دولتی ادارو ونیو.
    خو د شوروی دولت په وخت کې هم « کوزنیڅکی موست » د موډ د کوڅې په نامه شهرت درلود. د «۱۹۴۰مو» کلونو په پای کې د کوزنیڅکی موست په ۱۴م کور د شوروی اتحاد د موډ ټولنه پرانیستل شوه. هلته د موډ نندارې جوړیدې او د نندارو له پاره د کالیو کلیکسیونونه هم هلته جوړیدلی.
    «الکساندر ایګماند» د کالیو نامتو جوړونکی چې له پنځوس ځلو نه په زیات نړیوالو نندارو کې د شوروی اتحاد استازیتوب کاوه د شوروی اتحاد د کمونست ګونډ د عمومی منشی« لیونید بریژنییف» له پاره تل کالۍ جوړول. له مړه کیدو نه یې د مخه د ده له پاره وروستۍ کالۍ چې په «۱۹۸۲م » کال کې ګنډل شوی تر اوسه ساتل شوی دي.
    نن ورځ د موډ د اتحادیی په ودانۍ کې ډیر زیات شمیر د لوکس کلاس مغازو پرانیستل شوی دي. د شوروی اتحاد تر ړنګیدو نه یې وروسته د کوزنیڅکي موست په کوڅه کې بیا ډیر قیمتی مغازو او رستورانونه په کار پیل کړ.
    د «۲۰۱۲م» کال د دسامبر په میاشت کې په دغه کوڅه کې د موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو او ډیر ښکلی د پلیو لاره هواره کړای شو. د مسکو اوسیدونکې په دغه ځای کې له چکر وهلو سره زیاته مینه لري. دغه کوڅه خپله تاریخی څېره تر اوسه ساتلې دي.
    د ژمې په موسم کې دغه کوڅه خاصه ښکلا لري. د نوی کال د تزییناتو ښکلا او د څراغونو ،ځلا او جشنی موسیقی د زرګونو خلکو پاملرنې دغې کوڅې ته را اړوي.
    خلک کولای شي چې هلته نه یوازې ساعت تیری وکړي او د قدیمی ودانیو له لیدلو څخه خوند واخلي بلکې په موډ برابر شیان هم ځانته رانیسي.
    نن هم د پخوا په څیر مسکویان په ډیر ویاړ یو بل ته وایي:« دغه شی په کوزنیڅکي موست کې رانیول شوی دي »

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی