په ژوندی پڼه خپرونه
    په درباری او اشرافی ماڼیو د روسیی د موسیقی موسم

    په درباری او اشرافی ماڼیو د روسیی د موسیقی موسم

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4510

    د اوړی موسم چې په روسیه کې د موسیقی د فستیوالونود جوړولو وخت دي را ورسیدل . پدغه موسم کې د روسیی په مختلفو ښارونو ، د طبیعت په ښکلې او ازاده فضا کې د موسیقی فستیوالونه او کنسرتونه جوړیږي .

    یو له دغو فستیوالونو څخه « د سپینې شپې ستورې » په نامه فستیوال دي چې د اوړی عمده فستیوال ګڼل کیږي. دغه فستیوال په نیږدې وختونو به د سانکت پیتربورګ په ښار کې جوړ شي.
    دا په دې معنی چې په پارکونو ، تاریخی او لرغونې ځایونو د ښار کلتوري ژوند په ښکاره توګه تودیږي. د لرغونو زمانو د تاریخ او هنر د مینه والو له پاره داسې نومونه لکه « کوسکووا ، استانکینا ، ارخانګیلسک ، څاریڅینا ، مورانووا او استافییف » زیات څه را په یادوي.
    دا ځکه چې دغو اشرافی ماڼیو نه یواځې د خپل بیسارې معماری جوړښت او ښکلې ډیزاین له اړخه د خلکو په منځ کې شهرت درلودې بلکې دغه ځایونه تل د روسیی د کلتور او هنر د مرکز په توګه هم نوم لرل.پدغو ځایونوکې د اشرافی ژوند بڼه او د زمانو روح تر اوسه ساتل شوی دي چې دا ټول په « کوسکووا ، مورانووا ، ابرامڅووا» او نوروتاریخی ماڼیو کې لیدل کیږي.
    د «کوسکووا » ماڼی ته خو د هغې د ښکلا له کبله د «روسی ویرسال »نوم هم ورکړ شوی دي. دلته راټول شوی د طبیعت انځورونه او تابلوګانې ،بیسارې کتابتون او د چینی لوښو هیښوونکی کلیکسیون په سړی کي د حیرانتیا احساس راپاروي.
    د دغه ماڼی ټول صالونونه ډیر ښکلې مدور ډیزاین لري او په هیندارو او ستنو ښکلې شوی دي. د صالون غولۍ په داسې رنګه پارکیټ پوښل شوی چې له ډیر قیمتي لرګیو څخه جوړ شوی دي. همدارنګه په ماڼی کې بیسارې ښکلې کریستالی قندیلونه د دغه ماڼی له عظمت او ښکلا حکایت کوی.
    د کتابونو ، قلمی نسخو او لیکونو په منځ کې ډیر زیات شمیر د موسیقی نوټونه هم موجود دي. ښکاره خبره ده چې موسیقی د اشرافی ژوند نه بیلیدونکې برخه ګڼل کیده. له همدی کبله همدغه اثار د معاصر موسیقی غږونکې ډیر تر پاملرنې لاندې دي او د هغوی پر بڼسټ داسې کنسرتی پوسټرونه لکه:« د سترې ایکاترینې د زمانو کنسرت ـ د دربار موسیقی غږوونکې نه هیریدونکې هنرمندان »او نور ډیر زیات شمیر پوسټرونه د اوړی په موسم کې د ښار د اعلاناتو په تختو کې لیدل کیږي.
    په دې توګه د موسیقی غږوونکې وړې ډلې لکه« کانتوس ، فیرموس ، پراتیوم —انتګرام » د تیرو وختونو د موسیقی د مینه والو له پاره ډیر په زړه پوري کنسرتونه وړاندې کوي.
    د «کوسکووا» د اوړی ماڼی او تاریخی پارک یو له هغو لومړنیو ځایونو څخه شو چې د لرغونی موسیقی د مینه والو له پاره د اوړی فستیوال په کې جوړیږي.
    د اوړی په اوږدو کي به دلته داسې شرایط چمتو شی چې د تیرو وختونو د موسیقی مینه والو د ۱۸می پیړی په جشنی او ارامه فضا کې ځان د ماڼی د څښتن « شیرمیتووا »د رابلل شوی میلمنې په توګه احساس کړي.
    په هر حال خلک به دلته نه یواځې د ماڼی له ښکلی معماری ډیزاین او جوړښت له لیدلو څخه ، بلکی د بیساری موسیقی له اوریدلو څخه یې هم خوند تر لاسه کړي. اوس د دغه فستیوال چې د شپږم ځل له پاره جوړیږې هنری مدیرې « ایلینا پریوالووا- ایپیشتین » ټاکل شوی دي.
    د ماڼی د هیندارو په صالون کې یو داسې دری پوړیز ارګن به ودرول شي چې د هغې په واسطه د فستیوال د کنسرت په پروګرام کې د «باروکه » له وختونو څخه نیولی تر ۲۰مې پیړۍ د موسیقی اثار مینه والو ته وړاندې شي.
    د فستیوال د نڅا پروګرام به د « یوهان سباستاین باخ » د زیږیدو د ۳۳۰ مې کالیزی په ویاړ د ده په موسیقی بدرګه شي.
    په فستیوال کې نه یوازی ځوان ارګن غږوونکې بلکې د موسیقی د نورو الاتو غږوونکې هم برخه واخلي او په دی توګه د موسیقی اثار به د دوو مختلفو الاتو په غږولو نندارچیانو ته وړاندې شي. د مثال په توګه د ارګن او چنګ او یا د ارګن او ساکسفون ګډه غږوونه.
    د موسیقی هنرمندان اعتراف کوی چې د دوی له پاره په موزیمونو او تاریخی ځایونوکې د اوړی په زمردی شین چمنونه داسې کنسرتونه زیات دخوشالی وړ او په زړه پورې دي. د دوی په نظر په اوړی کې د دغو کنسرتونو د جوړولو اړتیا دوه ځله زیات احساسیږي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی