په ژوندی پڼه خپرونه
    مصر د روسیی د الوتکو او درملو مینه وال دی

    مصر د روسیی د الوتکو او درملو مینه وال دی

    © Flickr/ John McCabe
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 92 0 0

    په قاهره کی د مصر او روسیی ګډه لویه غونډه جوړه شوه، په دی غوڼډه کی مصری چارواکو د روسیی د الوتکو او درملو سره خپله ډیره مینه ښکاره کړه.

    « روسیسکایه ګازیته » د روسیی د صنعت او سوداګریزو چارو وزیر دینیس مانتوروف له قوله کاږی، چی « مونږ اوسمهال د ۲۰۱۸ ز- ل کال لپاره لومړنی وړاندیزونه د هغو هیوادونو څخه چی زمونږ مشتریان دی، تر لاسه کوو. هیله لرو چی مصر به هم په دی کی شامل وی».

    مصریانو هم په خپل وار په ډاګه کړه، چی دغه وړاندیز به وڅیړی. مصری چارواکو زیاته کړه، د روسیی څخه په داسی حال کی دغه وړاندیز اوری چی دوی غوښتل، د خپلو پخوانیو الوتکو چی ۷۰ تنه لیږدوی، پارک نوی کړی.

    د ویلو وړه ده، چی روسیه په پام کی لری په مصر کی د نوو الوتکو لپاره د چوپړتیاوو تامینولو یو شرکت هم جوړ کړی، چی دغه وړاندیز د مصری چارواکو ډیر خوښ شو. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی