په ژوندی پڼه خپرونه
    دشانکهای همکارۍ سازمان

    شانکهای دافغانستان په امنيت کې ونډه اخلي

    © Photo/ Shanghai Cooperation Organisation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    دشانکهای دهمکارۍ سازمان دترهګرۍ ضد سيمه يزه اداره به دافغانستان دامنیت په ټینګولو کې مرسته کوي.

    دترهګرۍ ضد ادارې مطبوعاتي دفتر «انترفاکس» اژانس ته ويلي دي چې په دې ورستيو وختونو کې دشانکهای دهمکارۍ سازمان اجرايي کميتي مدير ژانګ موش زينفين دافغانستنا دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال حکمت خليل کرزی ترمنځ خبري اتري تر سره شوي دي. او په پائیله کې داړوندې همکارۍ په اړه پروتوکول لاسليک شوی دي.
    « دغه يو قانوني سند دي چې له مخې ئي دترهګرۍ سيمه يزه اداره او دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په ګډه دترهګرۍ ‎، سخت دريځي اوبيلتون غوښتونکي پر ضد مبارزه پر مخ بيائي » دامطلب داژانس خبر يال څر ګند کړی دي.
    ديادوني وړ ده چې افغانستان دشانکهای دهمکارۍ سازمان دکتونکې هېواد په توګه ددغې ټولنې په غونډو کې برخه اخلي.
    ددغه اژانس دخبريال په خبره په کابل کې دشانکهای دهمکارۍ سازمان دترهګرۍ ضد سيمه يزي ادارې پلاوي دافغانستان دملي امنيت دشورا، دبهرنيو چارو وزارت، او دکورنيو چارو وزارت دتحقيقاتي ديپارتمنت دمشرانو سره دعلاقي وړ مسئلو پر سر خبري کړي دي. دوی دنړيوال تروريزم پر فعاليت ، منځني ختيځ، او منځني اسياهېوادونو پر مسئلواو همداشان دافغانستان دباصلاحيته ارګان او دترهګرۍ ضد سيمه يزې ادارې ترمنځ دهمکارۍ په اړه خبري اتري کړي دي.
    دشانکهای دهمکارۍ په سازمان کې قزاقستان، قرغزستان، چين، روسيه، تاجکستان، ازبکستان هېوادونه غړيتوب لري. افغانستان، هند، ايران، منګوليا، او دپاکستان هېوادونه د کتونکې«ناظر» په توګه ددغه سازمان په غونډو کې برخه اخلي. دبيلاروس، سريلانکااو ترکيي هيوادونه په دغه سازمان کې دخبرو اترو دشريکولو له وضعيت څخه برخمن دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی