په ژوندی پڼه خپرونه
    مالیا اوباما

    کينائي تبعه غواړي داوبا دمشرې لورسره واده وکړي

    © AFP 2016/ Jewel Samad
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7910

    کينيائي قانونپوه فلکس کيپرونو ویلي دي چې غواړي داوبا ما دمشرې لور ماليا سره واده وکړي، او دی چمتو دي ناوې ته ۷۰ پسونه، ۵۰ غوايان او ديرش بزي ورکړي. دامطلب واشنګټن پست ورځپاڼۍ ليکلي دي

    کيپرونو ديوې نايروبي ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي چې نوموړي لاپخوا ددې هيله لرله چې داوباما ۱۶ کلنه لور ماليا سره واده وکړي. « دا له ۲۰۰۸ کال راهيسي زما دعلاقي وړ ګرځيدلي ده که رښتيا ووايم ما تراوسه دهيچا سره لېده کاته نه دی کړي زه به يواځي دلومړۍ ځل دپاره ددې سره خبري وکړم».
    کيپرينو پلان لري کينيا ته دروان ميلادي کال دجولای په مياشت کې دبارک اوباما دسفر پر مهال دده لورته دواده وړانديز وکړي «اوس بارک اوباما ته ليک ليکم چې کينيا ته دسفر پر وخت خپله لور هم دځانه سره راولي» دامطلب ده څرګند کړ.ده وويل چې زه ناوی ته اويا پسونه، پنځوس غواګانې، او ديرش اوزې ورکوم
    اوباما دوې لوڼي (لوراني) لري، چې مشره ئي ماليا په ۱۹۹۸ کال کې زيږيدلي او کشره لور ئي ناتاشا نوميږي چې په ۲۰۰۱ کال کې زيږيدلي ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی