په ژوندی پڼه خپرونه
    د اوکراین « ИЛ-76  » ډوله الوتکی د نیپال څخه ۷۵ تنه اوکراینیان راوویستل

    روسيي سورئي ته بشري مرستي ولېږلې

    © Sputnik/ Russian Emergencies Ministry
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35 0 0

    روسيي سورئي ته دالوتکې په واسطه بشري مرستي ليږلي دي او پام کې ده چې له هغه هېواد څخه دروسيي او خپلواکو همګټو هېوادونو اتباع چې غواړي ، له دغه هېواد څخه ووځي، مسکو ته راوليږدوي.دامطلب دروسيي دبیړنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ژورنالستانو ته ورکړي دي.

    « دمسکو دښاردباندې درامينسکۍ دهوائي ډګر څخه په نهو بجو IL-76 تراسپورتي الوتکه چې ۲۱،۵ ټنه بشري مرستي پکې بار وې د لاذقيه پرلور والوتله » دامطلب داړوندې ادارې چارواکې ور کړی دي. په ليږل شوو موادو کې غوښه، دکبانو کانسروه ،بوره، دماشومانو خوړنتوکې، او نور ضروري مواد شامل دي.
    دسورئي سره بشري مرسته دروسيي دحکومت په سپارښتنه ترسره کيږي.
    په لاذقيه کې دبشري مرستو تر سپارلو وروسته، روسيي ترانسپورتي الوتکه له هغه خای څخه ۹۰ تنه دروسيي، دخپلواکو هم ګټو هېوادونو او نورو بهرنيو هيوادونو اتباع ددوی په خوښه مسکو ته راليږدوي.
    .په تيرو څو کلونو کې دروسيي دبيړنيو چارو وزارت سورئي ته تر ۵۳۰ ټنه زيات ځوړنتوکې ، دارو درمل او نور اړين توکې ليږلي دي. او د جګړې له سيمي حخه ئي ۱۱۰۰ تنه روسان، اوکرائينيان، بيلاروسان ، د خپلواکو همګټو هېوادونو او اروپائي هيوادونو اتباع راليږدولي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی